د پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – دوهمه برخه

لومړۍ برخه

ليکنه: محمود سعيد

 پلونه د تګ، راتګ او له خنډونو څخه د تېرېدلو لپاره تر ټولو غوره، آسانه او مهم جوړښتونه دي. د پلونو جوړښت او کارونه د هر چا له فکر او ليدلوري سره توپير لري خو بايد په ياد ولرو چې د پلونو د ډيزاين او جوړونې پر مهال بايد د خلکو فکري فکتور په تخنيکي فکتور مسلط نه شي. انجينیران پلونه ډيزاينوي، جوړوي او بيا يې ساتنه او څارنه کوي.

د پله انجينیر څوک دی؟

د پلونو انجينیران باید د پلان جوړوونکو، ډيزاين او مديريت په شان د پله جوړونې له ټولو اړوندو څانګو سره په مخامخ اړيکه کې وي. ډېر مهال د پلونو د ډيزاين د ټيم مشري مهندس کوي. د پله انجينیر د مهندسۍ، سېول انجينرۍ، ودانۍ، ميکانيک او برېښنا له انجينیرانو سره په اړيکه کې وي او د پله د تګلوري له په نښه کولو وروسته د پله ډول، ښکلا او تخنيکي جزئيات کنټرولوي. همدا شان د پلونو انجينیران بايد له ډيزاين وروسته د پله د جوړښت او څارنه هم کوي او په دې توګه د عامې ساتنې او سرچينو د خونديتوب کچه لوړيږي.

د لېږدرالېږد په سيستم کې د پلونو ارزښت

پلونه د لېږدرالېږد (Transportation) په يوه سيستم کې د لاندې درې لاملونو په بنسټ کليدي دنده لري:

  1. پلونه د د سيستم څومره‌والي د کنټرول احتمالي نقطې دي. که د پله پلنوالی کم وي نو د ترافيکو د حجم لپاره بسنه نه کوي او په سيستم کې د ټرافيکو د پړسوب لامل کيږي. همدا شان که پلونه لوړ بارونه تحمل نشي کړای نو بايد د درنو وسيلو د تېرېدو لپاره بله لار ولټول شي او يا هم په سيستم کې بدلون راشي.
  2. پلونه په سيستم کې د جوړښت له مخې د لوړ قيمت لرونکي دي. د يوه متر پل د جوړولو قيمت د سرک له جوړلو څخه په ځلونو لوړ دی. د پلونو جوړول ډېرې پانګې ته اړتيا لري؛ ځکه يې بايد پلان‌جوړونه په ډېر غور تر سره شي.
  3. که چېرې پل ونړيږي؛ ښايي ټول سيستم په ټپه ودريږي. په يوه سيستم کې د يوه پله په ورانېدو ترافيک په نورو لارو وېشل کيږي او د بېځايه بيروبار او د تېلو د زيات لګښت لامل کيږي.

د همدې لاملونو له کبله پل د لېږدرالېږد په سيستم کې يو مهم جوړښت دی چې بايد د ترافيکو د راتلونکي زياتوالي، بارونو، د جوړښت قيمت، د بې خطرۍ ارزونه او د هغه د اندازو تر منځ توازن په پام کې ونيول شي.

د پلونو جوړښتيز ډولونه

د پلونو جوړښتيز ډولونه

د پلونو د نړېدو لاملونه – Bridges Destruction Factors 

د پلونو د عمر تر پای ته رسېدو مخکې د پلونو د نړېدو مهم لامل هايدروليکي معيارونو ته نه پاملرنه، د جوړولو پر مهال ستونزې او له جوړېدو وروسته نه پاملرنه ده. له پله څخه د تېرېدنکي سېلاب څومره والی، د پله د جوړېدو په سيمه کې د سيند د ځمکې جوړښت، د هايدرو‌ډيناميکي جريانونو د قوو سمه لارښوونه او د سيند د خولې د تنګېدو له کبله د ځمکې او له سېلاب سره په اړيکه کې د پله د اړوندو برخو سولېدنه او ډول هغه عوامل دي چې د پله د ځای، اوږدوالي، لوړوالي او د پله د ستنو او تکيو د څرنګوالي او د هغو د هندسي ځانګړنو د ټاکلو لپاره مهم دي.

د انجينیري څېړنو له مخې د پلونو د ماتېدلو او ويجاړۍ لپاره لاندې څو ستر لاملونه په نښه شوي دي:

  1. د سېلابي اوبو ناسم اټکل او ارزونه (Flood Design) او د پلونو له خولو نه د کمو اوبو تېرېدلو کچه
  2. د پلونو ناسم ځای پر ځای کول (Layout) او د سيندونو ناسمه مطالعه
  3. له جوړښتيزو او جيوتکنيکي (Geotechnical) معيارونو پرته د بنسټ (تهداب) د ژوروالي ټاکنه
  4. د زلزلې د بارونو ناسمه مطالعه او ډيزاين
  5. د اوبو له کبله د سيند د بستر سولېدونه او مينځل په پام کې نه نيول
  6. له پله څخه د جريانونو د تېرېدو لپاره ناوړه طرحه
  7. د پلونو په ساتنه او څارنه کې ناغېړي

د پلونو خط اچول او ځای پر ځای کول   –  Layout and Placement of Bridges

د پلونو د ځای پر ځای کېدو څرنګوالی له سيندونو څخه د سړکونو يا د رېل پټليو د تېرېدلو ځانګړي حدود اوځايونه او يا هم د تګلوري له جوړښت سره تړلی دی. تر ډېره بايد هڅه وشي چې په هغو سيمو کې چې سولېدنه او يا د موادو رسوب زيات وي؛ د پله له جوړولو ډډه وشي.

د اوبو په جريان د پله د خط عمودي واقع کېدل په تکيو (Abutments) او ستنو (Piers) د ډېرو بارونو د اغېز مخنيوی کوي او همدا شان د پله د اوږدوالي په کمېدو کې مرسته کوي.  د هوايي انځورونو مطالعه او د توپوګرافۍ پراخه سروې د پله د ځای پر ځای کولو لپاره د وړ ځای ټاکنې لپاره ګټور دي.

د پلونو د ډول ټاکنه – Determining of Bridge Types  

د پلونو د ډول ټاکل ډېر مهال د سرک په افقي او عمودي تګلوري او يا هم د پله د فضا په څرنګوالي پورې تړلي وي. د بېلګې په ډول که چېرې تګلوری له يوې افقي منحني څخه تېريږي نو بکس ډوله ګاډونه او تختې ښه ټاکنه ده ځکه دا ډول پلونه ښکاره څېره او د تاوېدلو پر وړاندې لوړ مقاومت (Torsion Resistance) لري. همدا شان لوړ پلونه د اوږدو وايو لرونکي وي او په داسې سيمو کې جوړيږي چې له هغو څخه بېړۍ تېريږي.

د پلونو د ډول په ټاکنه د بنسټونو د خاورې مقاومت هم اغېز لري. که چېرې په اړونده سیمه کې کښېنستل (Subsidence)  رامنځته کيږي نو بايد د پله د تکيو او منځنيو ستنو ډول او ورسره د وخت په پام کې نيولو سره د پله ډول وټاکل شي.

په لاندې شکلونو کې د ګاډري – کانکرېټي پلونو ځينې ډولونه ښوول شوي دي.

 

د ګاډري پلونو ډولونه

د ګاډري پلونو ډولونه

د پلونو د اوږدوالي ټاکل  – Determining of  Length for Bridges 

د پلونو د اوږدوالي د ټاکلو لپاره ډېرې مطالعې، ارقامو او د بېلابېلو فکټورونو په پام کې نيول ته اړتيا ده خو په عمومي ډول د اقتصادي او جوړښتي ملاحظاتو په پام کې نيولو سره اړينه ده چې د پلونو اوږدوالی د شونتيا تر کچې کم شي. دا هم بايد په پام کې ولرو چې د سيند د اوبو د جريان هندسي شکل تل د بدلون په حال کې دی او د پله د اوږدوالي کمېدل په اړوند ځای کې د کشش د راټولېدنې، د بستر او غاړو د سولېدنې او ځمکې مينځلو لامل کيږي. دا ستونزه د سېلابونو پر مهال بحراني حالت ته رسيږي؛ ځکه نو بايد د پلونو اوږدوالی په داسې ډول وټاکو چې د پله په شاوخوا کې د سيند ټينګښت زيانمن نه شي.

په لاندې جدول کې د پلونو د بېلابيلو ډولو د وايو اوږدوالی ښوول شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.