په ودانیو کې درزونه Construction Joints

لیکنه: صفت الله صفت

انقباضی درزونه   Contraction (Control) Joints

هغه درز چې یوازې دسلب یادیوال افقی حرکت ته اجازه ورکوی انقباضی درز بلل کیږی.

کله چې دفرش کانکریټ وچیږی دلاندې عواملو له امله درزونه پکې رامنځ ته کیږی.

  1. د Subgrade  کیښناستل یا پړسیدل
  2. کیمیاوی انقباض
  3. دحرارت او رطوبت تغیر
  4. په سطحه باندې دوزن تغیر
  5. دوچیدوپه وخت کې دهغه نامنظم وچیدل (هغه سلب چې په ځمکه جوړیږی لومړی یی څنډې او پاس اړخ وچیږی).

پورته عوامل ددې سبب کیږی چې کششی تشنجات رامنځ ته او دکانکریټو داجزاوو بیلیدنه یو له بل څخه ډیره او کانکریټ په نامنظم ډول هر ځای درزوکړی. چې له  یوې خوا به ښکلا خرابه او له بلې خوا به  دګټې اخیستنې په دوران کې دهغه مقاومت تضعیف کړی.

نو لازمه ده مونږ په خپله دسلبونو او دیوالونو په  مناسبو موقیعتونو کې درزونه پریږدو.

تجربې ښیی چې دکانکریټو یوه 3.65m نمونه تر 63kg/cm2 فشار لاندې 5.5mm  درز کوی اونوموړی درز په هرو ۱۸ سانتی ګراد درجو په لوړیدو سره 13mm زیاتیږی.1

نوموړی درزونه په یودلاندې اندازوکې پریښودل کیږی:

  1. 24-36(Slab thickness)
  2. پورتني تجربوی فورمول ته په کتو سره.
  3. دبیلابیلو مؤلفینو دغه توصیوته په کتو سره پورته اندازې هغه وخت چې کانکریټ غلیظ وی او د Aggregate  اندازې هم د 20mm  په اندازه یاکوچنۍ وي وړې، او کله چې کانکریټ رقیق او د Aggregate  اندازې لویې وي غټې نیسو.

دادرزونه باید تختې په مربعی شکل سره بیلې کړی اویا هم دا (Ly/Lx<1.25-1.5) شرط پوره کړی.

کله چې په یو سلب ډیر عمودی وزن واقع کیږی نوددرز تر ښکته پورې دماتیدو امکان هم ډیریږی نو په دې وخت کې لاندې دوه کارونه کولای شو:

  1. درز تربیخه پریږدو خو یوپربل کې(tong and groove) یی ننباسو.
  2. ښوی یا پوښ شوی سیخ پکې ورکوو. دسیخ لږتر لږه یو سر باید له کانکریټ سره ونه نښلي.

 2

نوموړی درزونه په لاندې شکلونو جوړیدای شی. خو داخبره اړینه ده چې نوموړی درزونه باید ترآخره ونه رسیږی ځکه چې بیا عمودی حرکت ته هم اجازه ورکوی او بل داچې ددې درز له لارې بیا اوبه لاندې ځي اودوخت په تیرید سره هلته بیلابیلې ستونزې راولاړوی.

هغه شکل درزونه چې مونږیی دکانکریټ اچولو وروسته غوڅوو با ید د 4-12 ساعته وروسته اره شی.

34

هغه نښلوونکي سیخان چې په وزن وړونکو ځمکنیو فرشونو کې استعمالیږي اوږدوالی یې دلاندې جدول څخه ترلاسه کوو:

5

د تعمیر په فرش کې د نوموړي  درز ښه او مناسب ځای د دوه ستنو ترمنځ په نوبتي ډول یوې اوبلې خواته دی.

678

نوموړی درزونه بیا دارتجاعی موادو څخه ډکیږی، او شګه (Sand) هم مناسب دی.

 

انبساطی،حرارتی یا بیلوونکی درزونه

Expansion (Isolation) Joints

هغه درز چې دیو عنصر افقی اوعمودی حرکت ته اجازه ورکوی بیلوونکی درزبلل کیږی.

نوموړی درز دکانکریټ تربیخ پورې په پوره ډول پریښودل کیږی، اوهغه داسې چې دکانکریټ اچولو دمخه هلته یودتخته کیدو وړماده (Compressible material) ایښودل کیږی. په حقیقت کې نومړی درزونه دوه داسې عناصر سره بیلوی چې دحرکت، انقباض،انبساط لوری اویا یی دوارده وزن په مقابل کې برخوراویاهم دهغوی مواد،ارتفاع،پلاني موقیعت سره بیل وی.

په همدې ډول هلته چې دلږې قوې له امله په یو عنصرکې دډیرې قوې درامنځ ته کیدو ډاروی نو ددې درزپواسطه لوی عنصر په کوچنیو ټوټوباندې ویشل کیږی.

لکه دکانکریټي پایی او خښتی دیوال ترمنځ، دخښتی دیوال او کانکریټي فرش ترمنځ،دهغه دوه فرشی سلبونوترمنځ چې په بیلا بیل ډوله خاوره باندې جوړیږي، دوه فرشی سلبونوترمنځ چې په یویی کوچني اوپه بل یی لوی موټر تګ راتګ کوی،داحاطوی دیوال په هغه ځای کې چې ددیوال لوړوالی تغیر وکړی.

 9

دنوموړی درز سور د 15-25mm په اندازو کې معمول دی.

یادونه: نوموړی درزونه دهغه پړسیدنې بدې پایلې شنډوی چې داستفادې په وخت کې رامنځ ته کیږی خو انقباضی درزونه بیا د کانکریټو دوچیدو بدې پایلې په ښو باندې اړوی.

 

ساختمانی درزونه

Construction joints

هغه درزونه دی چې زړو اونوو اچول شوو کانکریټو سره  رامنځ ته کیږی.

دکانکریټ اچوولو په پروسه حتماً داسې پیښیږی چې دځینو عواملو له امله کانکریټ ترټاکل شوی ځایه ونه رسیږی او په یونامناسب ځای کې خلاص اویا هم دنورو ناغوښتل شوی دلایلو له امله کار وځنډیږی.اوس که په دغه کانکریټ خپله دلومړنی سختیدلومرحله تیره کړی نودوهم ځلي کانکریټ ورسره نه نښلی او ددوی ترمنځ درز رامنځ ته کیږی.

دغه درز باید داسې په پام کې ونیول شی چې د سلب او یا ګاډر په د دریمې په منځنۍ برخه کې واقع شی، او عمود شکل اختیار کړی ځکه چې په دې برخه کې عرضی قوه صفر اویا هم ډیره لږه وی او مومنټ خپله ډیره اندازه اخلی.نو په دې ډول که درز عمود وی دفشاری ساحې مقاومت به لوړ او دواړې عمود سطحې به لکه دیوې سطحې په شکل کاروکړی،خو که دادرز مائل جوړشی د دواړوسطحو یوپر بل ښویدل ممکن دی.

دلاښه والی لپاره یی که  یوپربل کې(tong and groove) یی ننباسو مقاومت به یی لوړ او اوبو دننوتو مخنوی به هم وکړی.

10

11داسې مشوره ورکول کیږی چې کله نوی کانکریټ اچول کیږی،نو زړه سطحه باید لمده، ښه پاکه او وګرول شی ترڅو هغه شیره او خولخوټاکې(حباب) چې دکانکریټ مخ ته راغلی وی پاکې شی. اوپه دې ډو ل نوی کانکریټ ښه ورسره ونښلی.
دډیزاین انجینیر باید دې ته پاملرنه وکړی چې په یو ځل ترکومه ځایه دکانکریټ اچول ممکن دی اوبیا Construction joint  له Contraction joint او یا هم له Isolation Joint سره یو ځای په پام کې ونیسی.

یادونه:

  • دساختماني درز دلا قوت لپاره کولای شو چې زیږه (Deform) Starter Bar  وکارو او درز داسې جوړکړو لکه نه درز.
  • د Dowel Bar  ترمنځ فاصلې 30 c/c  وی، او دهغه دښه ځای په ځای کولو لپاره دلاندې شکل مطابق سیخان تړو.

12

په سلبونو کې دکانکریټ اچولو ترتیب په دې ډول دی:

13

دزلزلې درز  (Seismic Joints)

 دا هغه پراخه انبساطی درزونه دی چې دتعمیر هغه دوه برخې سره بیلوی چې دکتلې او سختی له مخې یو له بل سره توپیر ولری. نوموړی با ید داسې ډیزاین شی چې دزلزلې په وخت کې  داړونده تعمیر بیلې شوی برخې یو له بل سره ونه لګیږی اودهغه  عرض باید د دواړو برخو دبې ځایه کیدو دمجموعی مقدار سره مساوی وی:

خو په معمولی ډول په لومړیو 6 مترو کې 2.54 سانتی او بیا په هرو 3 مترو لوړوالی کې د 1.27 سانتی په اندازه ورزیا ت شی.

په لومړیو شپږو مترو کې له 3 سانتی کم نه وی او بیا په هر 5 متره لوړوالی کې 2 سانتی زیاتیږی (روسی سیستم)

بیلګه: غواړویو تعمیر د 15 پوړونوپه اندازه لوړ کړو چې دلومړی پوړ لوړوالی یی 4 او نور پوړونه یی 3 متره لوړوالی ولری،په کوم عرض سره دزلزلې درز ورته پکار دی.

حل:

14*3+4=46m

1.27*(40/3) +2.54=19.47cm

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.