په کومو څيزونو کې چې شريعت سکوت کړی په هغه کې بحث مه کوئ

له ابى‌ثعلبه الخشی جرثوم بن ناشرt نه روايت دی چې رسول اكرمr فرمايلي: «إِنَّ اللهَ تَعَالَى فَرَضَ فَرَائِضَ فَلاَ تُضَيِّعُوهَا، وَحَدَّ حُدُوداً فَلاَ تَعْتَدُوهَا، وَحَرَّمَ أَشْيَاءَ فَلاَ تَنْتَهِكُوهَا، وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ رَحْمَةً لَكُمْ غَيْرَ نِسْيَانٍ فَلاَ تَبْحَثُوا عَنْهَا»([1]).

ژباړه : الله تعالی فرائض فرض کړي ، نو هغه مه ضايع کوئ ، او حدود او پلې يې ټاکلي په هغه پولو مه ور اوړئ ، او ځېنې څيزونه يې حرام کړي نو د هغو د حرمت احترام وکړئ ، او د ځېنې نورو څيزونو په اړه يې سکوت کړی پر تاسې باندې د مهرباني له امله نه د هېرېدو له امله ، نو د هغو په باره کي پلټنه مه کوئ .

تشريح :

دا حديث شريف هم د دين په سترو اصولو او احکامو شامل دی چې دا احکام څلور قسمه دي : فرائض ، حدود ، محارم او مسکوت .

فرائض د فرض جمع ده .

فر ض په لغت کې په معنى د تعين کولو او اندازه کولو سره دى او په اصطلاح کې هغه کار او حکم دى چې قطعِ دلیل سره ثابت شوی وي لکه پنځه وخته لمونځ کول او روژه د رمضان او نور …

د فرض حکم : په کولو يې ثوا ب او په نه کولو يې بې له عذره عذاب دى او د فرضو څخه انکار کفر دى او فرض په دوه قسمه دي :

١– فرض عين : هغه فرض دي چې په هر مکلف باندې لازم دي او ځينو کسانو په کولو سره د نورو له غاړې نه ،نه سا قطيږي .

 ٢-:   فرض کفايې : هغه فرض دي چې د ځينو کسانو په اداء کولو سره د نورو غا ړه ور باندې خلاصيږي لکه: د جنا زې لمو نځ 

«الحدود» : حدود د حد جمع ده ، حد په لغت کې منع ته وايي او په اصطلاح کې د الله تعالی هغه ټاکلې پولې دي د هغه ماتول حرام او په ماتولو يې شرعي سزا ټاکل شوې وي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا] (البقره :۱۸۷ ) .

«وَحَرَّمَ أَشْيَاءَ» : حرام په لغت کې منع کړشوي او نا رواه ته وايي او په اصطلاح کې حرام شيان هغه دي چې د شريعت په قاطع دليل سره يې حرمت ثابت شوی وي لکه : سود ، شراب ، زنا او نور …

« وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ »: يعنې شريعت چې په کومو شيانو کې سکوت کړی دی ، نو په هغه کې بحث کول پکار نه دي ، د المسکوت عنه ډولونه او پوره بيان لپاره د اصول فقه ته مراجعه وشي ځکه چې دا ډيره مهمه قاعده ده .

[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ رَوَاهُ الدَّارَقُطْنِي وَغَيْرُهُ.

شرح الأربعين النووية

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟