مسلمانان نن د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د ډول ډول ازموينو او ابتلاؤ څخه تېرېږي.
د امتِ مسلمه د زړه ټکور او د هغې د تندي ځلا غ-ـ-زـه او فل–ـسط–ــ–ين دی، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د تاريخ تر ټولو سخته نسل وژنه د ټولې دنيا پر وړاندې، بلکې د نړۍ د مرستې په سيوري کې روانه ده.
په سوډان کې له ډېر کلونو راهيسې کورنۍ جګړې، لوږه او وباګانې خلک ځوروي.
د چين د ايغور مسلمانان هم د لسيزو راهيسې د ظلم او تېري په چوپه خو دړې وړې کوونکې ژرنده کې پراته دي.
په برما کې هم مسلمانان د لسيزو راهيسې له ظلم او ستم سره مخ دي.
په پاکستان کې د سېلابونو له امله خلک په کړاوونو کې دي، په ځانګړي ډول د خيبرپښتونخوا او جنوبي پنجاب ځينې سيمې ډېرې اغېزمنې شوې دي، او په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنې ستونزې موجودې دي.
زموږ ګران افغانستان کې هم مسلمانان د زلزلو له سختو ازموينو سره لاس او ګرېوان دي.
اې ورونو او خويندو! په دغو حالاتو کې موږ ټولو ته پکار ده چې خپل ځان ته کتنه وکړو، له الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړو، د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وساتو، دعا ته ډېره ځانګړې پاملرنه وکړو، له بې ګټې خبرو، شخړو او بېفايدې کړنو ځان وساتو، او د خپلو مسلمانانو وروڼو او خويندو د مرستې لپاره چې هر څه مو په وس کې وي، هغه له هيڅکله پټ نه کړو.
قرآن کريم موږ ته لارښوونه کوي:
> وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُوا عَن كَثِيرٍ
(الشورى: ۳۰)
ژباړه: کومه مصيبت چې پر تاسو راځي، هغه د هغو اعمالو له امله دی چې ستاسو لاسونو کړي دي، خو الله ډېری (ګناهونه) بښي.
همداراز الله تعالی فرمايي:
> وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ
(البقره: ۴۵)
ژباړه: د صبر او لمونځ په ذريعه د الله مرسته وغواړئ، او دا کار ډېر سخت دی مګر پر هغو چې د الله پر وړاندې عاجزي کوي.
رسول الله ﷺ فرمايي:
> «المُؤمِنُ للمُؤمِنِ كالبُنيانِ يَشدُّ بعضُهُ بعضًا»
(بخاري او مسلم)
ژباړه: مومن د بل مومن لپاره د ودانۍ په څېر دی چې يو د بل ملاتړ کوي.
ځان ته هم او خپلو کورنيو او ملګرو ته هم پکار ده چې د دې مبارکې آيت دوامداره ورد وکړي:
«لآ إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين»
عملي سپارښتنې:
۱- د پنځه وخته لمونځ په پوره اخلاص سره کول او د استغفار دوام.
۲- د قرآن تلاوت او د دعاوو ځانګړې پاملرنه.
۳- د صدقې او زکات په ذريعه د مصيبت ځپلو ورونو سره مرسته کول.
۴- د خپلې کورنۍ او اولادونو د تربيې سمبالښت، تر څو الله ته نږدې شي.
۵- د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او يووالي لپاره کار کول او له بېګټې شخړو ځان ساتل.
۶- د هر هغه خير کار کولو هڅه چې د امت د بقا او قوت سبب کېږي.
اې الله کریمه! د خپل محبوب ﷺ د امت په حال رحم وکړه، د دې امت ګناهونه وبښي، له ظلم او ستمه يې خلاص کړه، د دښمنانو سر يې ماتي کړه، او امت مسلمه ته بېرته قوت، عزت، فتح، غلبه او خپل منځی يووالی او اتحاد ورکړه.
آمين، ثم آمين يا رب العالمين.
دا پېغام خپلو ملګرو ته شريک کړئ، کېدای شي ستاسو په يوه شير د چا زړه ارام، د ده خفګان کم، او د ژوند خوند زيات شي.
راځئ په کيمنټ کې د زړه له کومي وليکو:
آمين يارب يارب