ډاکټر یوسف قرضاوي رحمه الله
۱: له فروعاتو او جزئیاتو څخه د اوصولو او کلیاتو پر لور؛
۲: له نوافلو څخه د فرائضو پر لور؛
۳: له مختلف فیه څخه د متفق علیه پر لور؛
۴: د بدني کړنو پر ځای د قلبي اعمالو پر لور؛
۵: د غلَو او تفریط له ورستیو کرښو څخه د توازن او اعتدال پر لور؛
۶: له کرکي او تنگۍ څخه د آسانۍ او زېري پر لور؛
۷: د جمود او (ړوند) تقلید څخه د اجتهاد او تجدید پر لور؛
۸: د کلام او جدل څخه د عطاء او عمل پر لور؛
۹: له بې کاره او بې محله خبرو څخه د پوهي او پلان جوړوني پر لور؛
۱۰: د مخالفینو د رأیي سره د تعصب پر ځای د تسافح او زغم پر لور؛
۱۱: د جذباتیت څخه د تفقه پر لور؛ یعني د واعظینو له اسلوب څخه د فقهاءو د اسلوب پر خوا او یا د منبر له جوش څخه د حلقې د سکون پر لور؛
۱۲: د کمیت څخه د کیفیت پر لور؛ (یا د شمېر له زیادت څخه پر روزني د تمرکز پر لور)؛
۱۳: د خوبونو له آسمانونو څخه د حقیقي زمکي پر لور؛ یا (د مثالي او مجوزه څخه د ممکن او موجود پر لور)؛
۱۴: پر ټولنه د برترۍ ترلاسه کولو پر ځای د هغې لپاره د ژوندي اوسېدلو پر لور؛ یا (د بهتان پوري کوونکي چلن څخه د طبیـبي رویې پر لور)؛
۱۵: پر سابقه وو د اکتفاء کولو پر ځای د حاضر ژوند او راتلونکي ژوند د عیارولو پر لور؛
۱۶: په سیاسي کارونو کي د غرق کېدلو پر ځای د ټولنیز عمل پر لور؛
۱۷: د خپلمنځي بغض و دښمنۍ او تضادونو څخه د مختلف النوعه مرستو پر لور؛
۱۸: د ژوندانه چارو په تړاؤ د لا أُبالۍ پر ځای په هغوی کي مهارت ترلاسه کولو ته د عبادت په څېر کتلو پر لور؛
۱۹: د سیمه اییز او مقید کېدلو پر ځای د پراخ نړئوال کېدلو پر لور؛
۲۰: پر ځان د ویاړلو پر ځای له خپل نفس سره د محاسبې پر لور.