د امت غیرت، قرباني او زمونږ مسؤولیت
سردارمحمد دیندارخېل
سریزه:
فلسطین یوازې یوه جغرافیه نه ده، بلکې د ایمان، تاریخ، او عزت سمبول دی؛ مسجد اقصی چې د اسلام درېیم سپېڅلی حرم دی، یوازې د تیږو یو جوړښت نه دی، بلکې د امت د عقیدې او غیرت نښه ده. کله چې یهودو په ۱۹۶۹م کې د اقصی جومات ته اور واچاوه، نو دا یواځې د یوې ودانۍ سوځېدنه نه وه، بلکې د امت د شعور، شملې، غیرت او وجدان د سوځولو بدنامه او ننګینه هڅه وه.
خو دا اور، چې د یو افراطي یهودي له لوري بل شو، د مسلمانانو په زړونو کې د ویښتابه احساس را وپاراوه او هماغه بڅرکی ؤ چې د انتفاضې، جهاد او مقاومت اور یې بل کړ. دا یو پېل ؤ چې وروسته د کاڼو له انتفاضې د «طوفان الأقصى» تر لړزونکو عملیاتو پورې وغځېد.
نن غزه د قربانیو په سور سیلاب کې لاهو ده، خو دا وینې د تسلیمۍ نه، بلکې د ایمان، غیرت، او سرلوړۍ نښې دي. د ماشومانو چغې، د میندو ژړا، د سپینږیرو زخمي جسدونه، ورانې او ویجاړې او تر څنګ یې د مجاهدینو لوړ مورالونه موږ ته دا پیغام راکوي چې: «دا جګړه یوازې د غزې نه ، بلکې د ټول امت د ضمیر او وجدان آزموینه ده!»په داسې حال کې چې یهودي رژیم د ټیکنالوژۍ، وسلې او نړیوال ملاتړ غره ته تکیه کړې، مګر مظلوم فلسطینیان د “لا إله إلا الله” تر بیرغ لاندې بې سرپناه ولاړ دي او دا مبارزه د همدې عقیدې له برکته د یوه ملت نه، بلکې د اسلامي امت د ویښتابه سبب ګرځېدلې.
دا لیکنه یوه رښتینې عاطفي چیغه ده، چې د امت وجدان ته غږ کوي؛ دا یوازې د پېښو تسلسل نه دی، بلکې د احساساتو، ایمان، درد، او مسؤولیت یو شعوري پیغام دی. که موږ لا هم غلي پاتې شو، نو سبا به تاریخ زموږ چوپتیا د یوه “ستر جنایت” په توګه ثبت کړي.
• اقصی کې د انتفاضې پیلامه!
مسجد الاقصی ته د اور اچونې پېښه د ۱۹۶۹ زېږدیز کال د آګسټ په ۲۱مه نېټه د مایکل ډینس روهان (Michael Dennis Rohan) په نامه د یوه افراطي استرالیایي یهودي له خوا تر سره شوه او په ترڅ کې یې د اقصی جومات دننه محراب، منبر او تاریخي ودانۍ ته د نوموړي له خوا اور ورته کړای شو.
– په دې پېښه کې:
• د صلاحالدین ایوبي تاریخي منبر په بشپړه توګه وسوځېده.
• د جومات ډېری داخلي برخې د اور خوراک شوې.
• د نړۍ مسلمانانو پدې پېښه غبرګونونه وښودل.
• دغې پېښې د نړۍ د مسلمانانو د غیرت چیغه را پورته کړه!
• په عربي نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپاریدل.
• په فلسطین کې خلک لارو کوڅو او سړکونو ته راووتل.
دغه کار د اسلامي امت لپاره ستر او تاریخي سپکاوی وبلل شو، چې یهودو د مسلمانانو لومړۍ قبلې ته اور ورته کړ، خو کفري نړۍیې په اړه غلې پاتې شوه او هېڅ غبرګون یې و نښود.
– د اقصی جومات ته اور اچونه؛ د امت یووالی او د انتفاضې زېږون
دا پېښه په اسلامي امت او اسلامي نړۍ کې د دریو لویو غبرګونونو سبب شوه:
• د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) په نامه د یوه نړیوال ارګان تأسیس وشو.
• دې پېښې د امت په زړونو کې د بیتالمقدس ارزښت بېرته راژوندی کړ.
• ډېرو ځوانانو، علماوو، ولسي وګړو او غورځنګونو د فلسطین قضیه د خپل مسؤولیت په توګه ومنله.
• د لومړۍ انتفاضې د تشکیل زمینه یې برابره کړه
که څه هم په رسمي ډول د اقصی لومړۍ انتفاضه په ۱۹۸۷م کې پیل شوه (د شیخ احمد یاسین تر قیادت لاندې)، خو د اقصی سوځېدل د دې انتفاضې د جوړېدو او مسلمانانو د بیدارۍ او احساس لومړنی زنګ ؤ.
غزه؛ د کاڼو له انتفاضې تر خونړۍ معرکې
ولسي پاڅون؛ د مقاومت پیل:
کله چې شیخ احمد یاسین ـ رحمهالله ـ د حماس اسلامي تحریک بنسټ کېښود، نو د مقاومت مفکوره یې د فلسطیني ولس په زړونو کې وکرله. هغه مهال چې فلسطینیانو هېڅ وسله نه لرله، خو ایمان، حیا او د آزادۍ مینه یې د غیرت وسلې وې.
په ۱۹۸۷م کال کې د انتفاضې (پاڅون) لمبه بله شوه. دا پاڅون له ساده کاڼو، شعارونو، او له ایمان ډک ګامونو پیل شو، خو د دې تر شا یوې سترې او پخې عقیدې شتون درلود چې خلکو ته یې دا الهام ورکولو :
«یا به آزاد ژوند کوو، یا به له عزت سره مړه کېږو.»
شیخ احمد یاسین، چې پر ویلچر ناست ؤ، د کاڼو له همدغې مبارزې یوه بنسټیزه اسلامي مفکوره جوړه کړه، چې فلسطینیو مجاهدینو ته یې هدف، اراده او د استقلال غوښتنې احساس ورکړ.
د اسراییلو مخامخ جګړه او د اشغال دوام:
اسراییل چې د نړۍ تر ټولو خونړی او اشغالپاله رژیم ده، د فلسطین د مظلوم ملت پر وړاندې د انسانیت، شرافت او جګړییزو اخلاقو ټول حدونه مات کړل، د وحشت، نسلوژنې مظاهره یې وکړه او دوی د کاڼو مقابله له ټانکونو، الوتکو، درنو بمونو او زندانونو سره وکړه. خو دې وحشت هم د مجاهدینو روحیه ماته نه کړه، بلکې د یو ملت زخمونه یې د مبارزې پر کلک هوډ کړل.
د اسراییلو اشغال له ۷۵ کلونو راهیسې دوام لري، خو فلسطینیانو هېڅکله له خپلې خاورې، مسجد اقصی، او خپل ایماني ارزښتونو نه ندي تېر شوي؛ بلکې خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړی دی. الله اکبر و لله الحمد لله
د اکتوبر ۷مه؛ یوه تاریخي ضربه:
په ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر په ۷مه، د فلسطین حماس اسلامي تحریک، د اسراییلو د خطرناکو پلانونو د شنډولو په پار د «طوفان الأقصى» په نوم تاریخي عملیات پیل کړل. دا عملیات د فلسطین د تاریخي مقاومت تر ټولو ستر نظامي اقدام ؤ چې د اسراییلو استخباراتي، امنیتي او نظامي ځواکونه او ادارې یې وننګولې او صهیونیستي غاصب نظام ته یې دروند ټکان ورکړ.
د حماس اتلو مجاهدینو د غزې له دیوالونو، د راسخ او پاخه ایمان، هوښیارۍ او قربانۍ له لارې، د اشغالګرو تر شونډو پورې جګړه ور ورسوله. دا ورځ د فلسطین د سپېڅلي او بر حق مقاومت په تاریخ کې د افتخار ورځ وګرځېده.
د اسراییلو نسل وژنه او د غزې اوسنی حالت:
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر تر ۷مې وروسته، اسراییلو د غزې پر محاصره شویو ولسونو، بېدفاع ماشومانو، مېرمنو او سپینږیرو داسې وحشتناک بریدونه وکړل چې انساني ضمیر یې تصور هم نشي کولای.
په زرګونو انسانان شهیدان شول، چې لوی اکثریت یې ماشومان او ښځې وې.
روغتونونه، جوماتونه، ښوونځي، د کډوالو کمپونه او د ملګرو ملتونو سازمان دفترونه او ودانۍ یۍ بمبار کړل د مرستې لپاره راغلیو بېوزلانو کې ګولۍ وچلولې او هغوی یې په وینو ولمبول.
د اوبو، برېښنا، خوړو، درملو او تېلو پر واردولو بندیز ولګول شو.
د غزې ښارونه په بشپړ ډول کنډواله شول، داسې چې نن غزه پر یوه پرانیستي قبرستان بدل شوی دی.
د غزې اوسنی حالت د بشريت پر تندي شرم دی او د هغو قدرتونو دوهمخيتوب ښکاره کوي چې له یوې خوا د انساني حقوقو خبرې کوي، خو بل لور ته همدوی د مسلمان ماشوم وینه بې ارزښته تویوي.
د حماس مجاهدینو لوړ مورال:
د فلسطین ولس او د حماس مجاهدین چې له اوږدې مودې راهیسې د قرآن او سنتو د جهادي روحیې پر بنسټ روزل شوي، نن هم د لوړ مورال، ثبات او قربانۍ بېلګې دي.
هغوی تر وسلو په ایمان ډېره تکیه لري تر مادیاتو په معنویت ټینګ باور لري، د دنیا تر ژوند یې د آخرت کامیابي ډېره خوښېږي.
هغوی د شهادت مرتبې ترلاسه کولو لېواله دي، نه د دنیا غوښتونکي.
هغوی د “لا إله إلا الله” تر بیرغ لاندې خپل ژوند قربانوي.
قهرمان شهید یحیى السنوار ویلي وو:
«موږ د ژوند لپاره نه، بلکې د حق لپاره ژوند کوو. شهادت زموږ ستر ویاړ دی.»
زموږ مسؤولیت؛ یوازې ننداره نه، بلکې عملي اقدام!
نن د غزې وضعیت یوازې د فلسطیني ولس نه، بلکې د ټول اسلامي امت آزمایښت دی. زموږ مسؤولیت یوازې په دعا سره پای ته نه ر سي، بلکې باید کم تر کمه لاندې کارونو ته جدي توجه وکړو:
• د اسراییلي وحشت خلاف آواز پورته کول.
• اقتصادي او سیاسي بایکاټ.
• جګړه ځپلي ولس ته مرستې راټولول.
• د اسلامي امت تر منځ د وحدت د رامنتځه کېدو او غښتلي کېدو لپاره هراړخیزې هلې ځلې.
که موږ غلي پاتې شو، نو دا به د یو ولس نه، بلکې د انسانیت د وژنې په معنا وي.
غزه د زخمونو نوم نه، بلکې د قربانۍ، مقاومت، حیا او عزت سمبول دی.
غزه اسلامي امت ته څه درس ورکوي؟
– ایمان، تر وسلې لوړ دی:
غزه موږ ته دا درس راکوي چې وسله نه، بلکې ایمان، هدف او عقیده ده چې جګړه ګټي.
که څه هم غزه محاصره، بې وسلې او وږې ده، خو د دوی ایماني ځواک او پر خپل رب باور د دښمن د ټانکونو، بمونو او استخباراتو مخه نیولې ده.
– وینه هلته ارزښت لري، چې د دین لپاره تویه شي:
شهیدانو ماشومانو، مېرمنو او سپینږیرو دا لوړ مورال او نه ماتیدونکې جذبه دا راښيي چې حیا، عزت او دین تر ژوند لوړ ارزښت لري.
غزه دا وایي:
«که زموږ جسدونه مړه شول، خو ایمان مو ژوندی پاتې شو.»
– د امت غفلت لوی جرم دی:
غزه د امت غفلت ته چیغې وهي!
«ای مسلمه امته! موږ شهیدان کېږو، خو ته لا هم بې پروا یې؟»
دا موږ ته وایي چې د امت چوپتیا، تر دښمن زیات خطرناک ده.
– اسلامي وحدت اړین دی:
د غزې کنډوالې راښيي چې که ټول امت یو موټی وای، اسراییل دومره وحشت نه شوای کولی.
غزه دا فریاد کوي:
«زه یوازې د یوې خاورې نوم نه یم، زه د ټول امت عزت یم!»
-د حماس قرباني، د امت عزت دی:
د حماس، جهاد اسلامي او نورو مجاهدینو مبارزه امت ته دا درس ورکوي چې جهاد لا ژوندی دی، د قربانۍ روحیه لا څپانده ده؛ د غزې ولس مړ نه دی!
– د دعا، صدقې، پوهاوي او ملاتړ مسؤولیت زموږ پر غاړه دی:
غزه امت ته دا وایي:
«ته که جهاد نه شې کولی، ژبه خو لرې! لاس خو لرې! مال خو لرې! نو بې تفاوته مه اوسه.»
په پای کې غزه موږ ته د ژوند، غیرت، حیا، قربانۍ، جهاد، اتحاد او مسؤولیت سپېڅلي درسونه راکوي.
غزه یوازې د وسلو او باروتو جګړه نه ده، بلکې د ارمانونو، موخو او هیلو یو تسلسل دی چې د امت مړ ضمیر به راویښوي، پرېوتی پرتم به یې را او چتوي.
که موږ یې واورو، ویښېږو؛ که نه، نو سبا همدا تقدیر زموږ مخې ته ولاړ دی.(لا قدرالله)