د اذکارو ويل او د خير خبره صدقه ده

له ابوذر رضی الله عنه نه روايت دی چې يو ډلې د صحابه رضی الله عنهم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : «يَا رَسُولَ اللهِ، ذَهَبَ أَهْلُ الدُّثُورِ بِالأُجُورِ، يُصَلُّونَ كَمَا نُصَلِّي، وَيَصُومُونَ كَمَا نَصُومُ، وَيَتَصَدَّقُونَ بِفُضُولِ أَمْوَالِهِمْ، قَالَ: أَوَلَيْسَ قَدْ جَعَلَ اللهُ لَكُمْ مَا تَصَدَّقُونَ؟ إِنَّ بِكُلِّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَكْبِيرَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَحْمِيدَةٍ صَدَقَةً، وَكُلِّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةً، وَأَمْرٍ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةً، وَنَهْيٍ عَنْ مُنْكَرٍ صَدَقَةً، وَفِي بُضْعِ أَحَدِكُمْ صَدَقَةً. قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ أَيَأْتِي أَحَدُنَا شَهْوَتَهُ وَيَكُونُ لَهُ فِيهَا أَجْرٌ؟ قَالَ: أَرَأَيْتُمْ لَوْ وَضَعَهَا فِي حرَامٍ، أَكَانَ عَلَيْهِ وِزْرٌ؟ فَكَذَلِكَ إِذَا وَضَعَهَا فِي الْحَلاَلِ كَانَ لَهُ أَجْرٌ»([1]).

ژباړه :ای د الله رسوله ! د مال او دارايی خاوندان د ثوابونو سره لاړل ( ټول ثوابونه يې له ځانه سره يوړل ) هغوی زمونږ په شان لمونځ ادا کوي ، او روژه نيسي څنګه چې مونږ روژه نيسو او ( سربيره پر هغو ) صدقه ورکوي په سبب د زیادت د مالونو د دوی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا الله (جل جلا له) تاسې ته داسې شی نه دي در کړي چې په هغه سره صدقه ورکړئ؟

يقيناً هر تسبيح (سبحان الله) ويل صدقه ده ، او هر تکبير (الله اکبر) ويل صدقه ده ، او هر تحميد ( الحمدلله ) ويل صدقه ده ، او هر تهليل (لاالا اله الله ) ويل صدقه ده ، په نيکو کارونو امر کول صدقه ده او د بدو کارونو څخه منع کول صدقه ده ، او د تاسې لپاره د ښځو سره يو ځای کيدل صدقه ده. ويي ويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ايا د مونږ نه چې څوک شهوت پوره کوي د هغه  د پاره هم اجر او ثواب دی؟ ويي وفرمايل: مګر کله چې څوک خپل شهوت د حرامې لارې پوره کوي ګناهکاريږي؟ پس په همدې ترتيب که هغه له حلالې لارې پوره کړي د اجر او ثواب مستحق ګرځي.

تشريح :

« الدُّثُورِ » نه مطلب ډير مال مراد دی .

په دغه حديث شريف کې د اذکارو ( الحمدلله ، سبحان الله ، الله اکبر ، لا اله الا الله ) ويلو فضيلت ذکر شوی او په آخر کې قول د « وَأَمْرٍ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةً، وَنَهْيٍ عَنْ مُنْكَرٍ صَدَقَةً » ذکر شوی ځکه چې اذکار ويل نفل دي او امربالمغروف او نهی عن المنکر محکمه فريضه ده ، دا چې د فرضو اجر تر نفلو زيات دی نو ځکه د اذکارو وروسته يې بيان ذکر شو .

« وَفِي بُضْعِ أَحَدِكُمْ صَدَقَةً » د ښځو سره په کورواله کولو کې هم ستاسې لپاره صدقه ده ، مطلب دا چې که د مباح عمل د پاره صالح نيت وي هغه هم اجر او ثواب لري لکه : ښه مباشرت ، په اسلامي طريقه ، د صالح اولاد په نيت … نو د ښه او صالح نيت په صورت کې مباح کار هم عبادت دی اجر او ثواب لري .

شپږويشتم حديث

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح اربعين النوويه / ابن سابق العيد رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟