خير جامع

له ابى مالك حارث بن عاصم اشعرى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيْمَانِ، وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلآنِ -أَوْتَمْلأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، وَالصَّلاَةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعُ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا»([1]).

ژباړه : پاکي او نظافت نيم ايمان دی ، او الحمدلله (ويل داسې نيکي ده) چې د ميزان پله ډکوي او سبحان الله او الحمدلله د آسمان او ځمکې مينځ ډکوي او لمونځ نور او روښنايي دی ، او صدقه د ايمان لرلو دليل دی ، او صبر ضياء او قرآن تا لره او په تا باندې دليل دی ، ټول خلک سبا کوي ( له خپلو کورونو څخه وځې ) پس خپل ځان خرڅوي ، چې يو يې خپل نفس آزادوي ( له عذاب څخه) او بل خپل ځان هلاکوي .

تشريح :

دا حديث د اسلام له اصولو څخه يو اصل دی چې د اسلام پر مهمو قواعدو بناء شوی دی .

د «الطهور» په معنی کې اختلاف دی ، ځېنې وايي : د الطهور څخه ظاهري او باطني پاکې مراد ده او ځېنې وايي : چې اجر ددې د نيم ايمان د اجر سره مساوې دی ، ځېنې وايي : د ايمان څخه دلته الصلاة (لمونځ) مراد دی چې د لمانځه د پاره طهارت شرط دی نو طهارت داسې دی لکه شطر .

او د « وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلأُ الْمِيزَانَ » څخه مراد لوی اجر دی چې د مزان پله ډکوي او همدارنګه د « وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلآنِ -أَوْتَمْلأُ » څخه ستر اجر مراد دی .

قول د « وَالصَّلاَةُ نُورٌ » څخه مطلب داسې روښنايي ده چې د صواب طرف ته بلنه کوي او د فحشاء او ګناهونو څخه سړی ساتي ، او يا لمونځ د هغه د صاحب لپاره نور دی په ورځ د قيامت او يا لمونځ د مخ نور دی په ورځ د قيامت .

قول د « وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ » يعنې صدقه د مؤمن لپاره داسې دليل دی چې کله د قيامت په ورځ له هغه څخه وپوښتل شي چې مال دې په څه کې لګولی دی نو دی به صدقه د ليل په توګه یادوي .

او يا صدقه ورکول دليل دی په ايمان باندې ځکه چې منافق د الله تعالی په لار کې د انفاق او خرچ څخه مخ اړوي .

او « وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ » ، صبر دری قسمه دی ، د الله تعالی په اطاعت باندې صبر کول ، له ګناهونو څخه د پرهيزکولو صبر ، او په مصيبتونو باندې صبر کول .

« ضِيَاءٌ » داسې روښنايي چې له ځانه سره حرارت هم لري ، لکه دغه قول د الله تعالی : [هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُوراً] .

د لمر سره روښنايي او حرارت دواړه شته ، همداسې صبر له تکليفونو سره وي چې داسې کومک کوي لکه : حرارت په سړه هوا کې .

« وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ » يعنې چا چې په قرآن باندې عمل وکړ د هغه د پاره حجت او دليل وي او که يې د قرآن خلاف عمل وکړ بيا هم په هغه باندې د بغاوت حجت او دليل وي .

« كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعُ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا » ددې څخه مطلب ورځنې اعمال دي که چا د اسلامي شريعت موافق اعمال تر سره کړ هغه کامياب شو او که چا د شيطان پيروي وکړه هغه خپله ځان هلاک کړ .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح الأربعون النوويه / ابن سابق رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟