حيا او شرم د بدو کارونو پر وړاندې کلک ديوال

له ابى مسعود عقبه بن عمرو انصارى بدرى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»([1]).

بيشکه هغه څه چې خلکو د پخوانيو پيغمبرانو څخه موندلي : هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .

تشريح :

قول د « مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى » يعنې دا چې ټول انبياء ورباندې متفق دي .

قول د « فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ » صيغه د امر ده چې د تهديد او وعيد لپاره ده نه د امر لپاره ، يعنې دا کلمه د اباحت لپاره نه بلکي د تهديد لپاره ده چې که په چا کې حيا نه وي څه چې غواړې هغه دې وکړي «وأعملوا ما شئتم » ، ځکه چې حيا له ايمان څخه ده او حيا د ايمان برخه ده «الحياء من الايمان» .

او حيا د بدو او فاحشو کارونو مخنيوی کوي او سړی د خير طرف ته بيايي .

لکه څنګه چې ايمان سړي نيکو کارونو ته جلبوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي همداسې حياء هم ده ځکه د ايمان يوه برخه ده .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.

اربعين النوويه / امام نووی رحمه الله – مع شرح ابن سابق رحمه الله

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟