د مسلمانې کورنۍ د نيکمرغه ژوند بنسټونه
ډير خلک خپله نيکمرعي او روحي او جسمي هوساينې او آرامۍ غواړي او د بدمرغۍ او ستونزو له لاملونو او عواملو څخه، په تېره په کور او کورنۍ کې له جنجالونو څخه تښتي.
خو مونږ بايد پوه شو چې دغه موارد هله تحقق مومي چې مونږ د الله په دين باندې کلکې منګولې و نيښلوو د اسلامي شريعت احکام وپيژنو تر څو يو د بل د حقوقو ساتنه او درناوی وکړو.
لومړی بنسيټ: د خاوند او ميرمنې تقوا:
د نيکمرغه کورنۍ لومړی بنسټ پر الله تعالی کلک ايمان لرل او د هغه څخه وېره لرل او تقوی اختيارل دي چې کله والدين د تقوا او دينداري لرونکي وي د هغوی پر اولاد باندې هم پوره اثر کوي.
کله چې هر مسلمان او مسلمانه بی بی او هر کورنۍ تقوا اختيار کړي الله (جل جلا له) هغوی ته د مشکلات او د ژوند له ستونزو څخه د وتلو لارې برابروي د هغوی ژوند نيکمرغه او رزق او نفقه يې پراخه ګرځوي.
لقول الله سبحانه وتعالی:[ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ][1]
ژباړه: او څوک چې له الله نه ووېرېږي نو الله به ورته د ستونزو څخه د وتلو لاره پيدا کړي، او په داسې توګه به روزي ورکړي چې دی ګمان هم نه کوي او څوک چې پر الله توکل وکړي نو الله د ده د پاره کافي دی.
دوهم بنسيټ: د کور څخه د شيطاني لارو مخنيوی کول:
شيطان هر وخت کوښښ کوي چې د خاوند او د هغه د بی بی تر مينځ اختلافات را مينځ ته کړي د دوی په ژوند کې ستونزې، يو له بله کرکه او نفرت او اختلافات را مينځته کړي.
شيطان پخپلو ټولو شيطاني لشکرو کې هغه ته ډير شاباش او آفرنۍ ورکوي کوم چې د خاوند او د هغه د ميرمنې تر منځ يې اختلاف را منځته کړی وي.
د شيطان څخه د پناه غوښتلو لپاره صحيح مسنونه اذکار دی چې بايد مسلمان په هغه باندې هميشه والی وکړي لکه: د سهار او ماښام اذکار، خوب اذکار، کور ته د ننوتلو او وتلو اذکار، د خوراک او څښاک او نور مسنونه اذکار او د قرآنکريم تلاوت په خاصه توګه د بقرې سورت ورستي دوه آيتونه .
او له کور څخه د مجسمو ، تصويرونو او موسيقې لرې کول.
دريم بنسيټ د زوجينو حقوق پيژندل:
خاوند او ميرمنې دواړو ته په کار ده تر څو يو د بل حقوق کوم چې اسلامي شريعت ټاکلي دي و پيژنې تر څو ښځه د خپل خاوند په حقوقو او خاوند د خپلې ميرمنې پر حقوقو تېری و نه کړي.
د زوجينو حقونه مو مخکې بيان کړل .
څلورم بنسيټ، ښه سلوک او د تېرېدنې او زغم څخه کار اخيستل:
په ژوند کې مشکلات او ستونزې خامخا پښيږي او هيڅ انسان له غلطی او تيروتلو خالي نه دی، خاوند او د هغه بی بی به يو د بل سره د ښه سلوک او ښه ژوند تيرولو کوښښ کوي او يو د بل غلطۍ او تيروتني به په صبر او حوصله زغمي.
په خاصه ټوګه خاوند به له خپلې بی بی سره ښه سلوک کوي
[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا][2].
((اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ، بيا که هغه ستاسې (په څه وجه) خوښې نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله پاک په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)).
نيکمرغه کورنۍ او د ښه ژوند تيرولو بل بنسيټ د خاوند او د هغه د بی بی تر مينځ الفت او محبت دی چې دا الفت او محبت د اولاد د ښې تربيې د پاره هم ښه فرصت برابروي.
الله پاک خپلو بندګانو ته د احسان په توګه فرمايي: [وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ][3].
ژباړه: او له نښو نه يې يوه دا هم ده چې له ستاسې نه يې ستاسې جوړه پيدا کړه چې آرام ورسره وکړئ او ستاسې په مينځ کې يې مينه او خواخوږي پيدا کړی ده. په رښتيا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويې نښې دي.
او الله (جل جلا له) فرمايي چې تاسې مې يو د بل د پاره سکون او آرام وګرځولئ:
[هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ][4].
ژباړه: (ښځې) ستاسې لباس او تاسې د هغوی لباس ياست.
شپږم بنسيټ، د ميړه او مېرمنې د اختلافاتو د اوارۍ حل:
د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي، ددې ټولو اختلافاتو او ستونزو سرچينه په دېن کې لږ معلومات، د شريعت د احکامو نه خبريدل د ناوړه دودونو او غلطو افکارو پيروي کول وي، اسلامي شريعت د حل د لومړی لارې د پاره دا سپارښتنه کوي چې دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي .
الله تعالی فرمايي : [وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الأُمُورِ][5].
ژباړه: او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک) له ټينګو کارونو څخه دی
د مسلمان د پاره جايز نه ده چې د بل مسلمان سره د دريو ورځو نه زيات ملاقات او خبرې ترک کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم. فرمايي: «و لا يحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث»[6].
د حل دوهمه لاره:
که په صبر او زغم مشکلات حل نشي او ښځه په ښکاره توګه بې لاري ته بډې ووهي نو په دې صورت کې خاوند حاکم او مسئول دی د اصلاح لپاره به لومړی د هغې څخه خپله بستره جلا کړي که په دې سره اصلاح نشي نو اصلاح لپاره د بدني تأديب چې کم وي اجازت هم شته.
دريمه مرحله: بيا که په دې هم اصلاح را نشي او د سختو اختلافاتو ويره وي نو قرآنکريم ددې اختلافاتو د حل لاره داسې ښودلې ده:
[وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا][7].
ژباړه: که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی) چه وليږئ يو د اصلاح کس د خاوند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی.
څلورمه مرحله: په آخر که په دې هم مشکل حل نشي ورستی لاره طلاق (د نکاح فسخه) کول دي.
و الله سبحانه وتعالی اعلم
———————————————–
[1] – سوره الطلاق: ۲-۳.
[2] – سوره النساء: ۱۹.
[3] – سوره الروم :۲۱.
[4] – سوره البقره: ۱۸۷.
[5] – سوره الشوري: ۴۳.
[6] – حدیث متفق عليه.
[7] – سوره النساء :۳۵.