د خويندو احکام (۴) د بيګانه وو سره اختلاط او کډون

په علمي مراکزو، پوهنتونو ،مکتبونو دفترونو او نورو ځايونو کې د نارينه سره اختلاط او کډون حرام، د فرنګۍ ديموکراسۍ بنسټ، عظيم فساد او د کفارو له سترو صفاتو څخه يو صفت دی چې لاندې زيانونه لري :

په علمي مراکزو کې د نجونو او هلکانو اختلاط د ذهني کمزورۍ سبب ګرځي.

د فاحشې خپريدل او د خطرناکو جنسي ناروغيو خپريدل.

د حيا او شرم زوال او له منځه تلل .

اختلاط د ښځې شرافت او حيثيث له منځه وړي.

او بلاخره اخلاط د ټولو فتنو بنسټ دی.

په دې اړه يو مکمل کتاب چمتو کړی دی چې ان شآء الله وروسته به خپور شي.

د غرب غير مسلم پوهان اختلاط بندول غواړي

امريکايي ليکواله او د ځوانانو د چارو متخصصه «هيلسيا ستاتبسري» وايي:

عربي (اسلامي) ټولنه يوه کامله او جوړه ټولنه ده،اړينه ده چې د دغه ټولنې د هغو دودونو تقليد وشي کوم چې د نجونو او ځوانانو لپاره په يو منطيقي حد کې ټاکل شوي دي .

د هغوی سره داسې دودونه او اخلاق دي چې بداخلاقۍ څخه يې لرې کړي دي کوم چې د امريکا او اورپا ټولنې کواښي .

نو ځکه زه دا نصيحت کوم چې تاسې د هغوی د دودونو او اخلاقو پيروي وکړئ او د اختلاط مخنيوی وکړئ او د ښځې آزادي محدوده کړئ بلکي د حجاب او پردې عصر ته رجوع وکړئ نو دا کار به د تاسې لپاره د امريکا او اورپا د اوسني بد اخلاقۍ او لهو لعب څخه غوره وي.

نوموړې ليکواله بل ځای ليکي : د ټولو بلاوو بسنټ دا دی چې ښځه د خپل کور څخه ووځي او د نارينه سره ګډه شي نو په دې وجه هغه د خپل کور څخه لرې شي او غير شرعي حمل واخلي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره عار او پيغور جوړ شي  پس د نارينه سره د ښځو اختلاط يا د نارينه لپاره د ښځو مزاحمت به مونږ ويجاړ او برباد کړي  .

دوکتور سوليفان (Dr:Soliphan) وايي :

په امريکايي ټولنه کې د کورني نظام د پاشلو او زياتو جرمونو وجه دا ده چې ښځې خپل کور پرېښی نو کورنۍ نظام ضعيف شو او د اخلاقو سطحه ټيټه شوه .

تجربو دا په ثبوت رسولې ده چې د هلاکت څخه د نوي نسل د خلاصون لپاره يوازنی لاره دا ده چې ښځه خپل حريم ته بيرته ور وګرځي  .

جورج رائيلي (George Raely) وايي :

اختلاط د نارينه سره سيالي  يا د نارينه په څير ځان جوړول دي نو ددې کار په تر سره کولو سره ښځې د فطرت مخالفت وکړ او څومره چې اختلاط زياتيږي په هماغه اندازه به د زنا اولاد زياديږي او دا دلته د ښځو لپاره ستره بلاء ده  .

پروفسور کلين (Professor Clain) د آلمان د دولتي روغتون سر طبيب وايي:

کله چې د عقل او فکر خاوندان وغواړي داسې دين ته ور وګرځي چې په هغه کې فضيلت خوندي وي ،د ټولنې ساتنه پکې خوندي وي او د بشر د ژوند سعادت او نيکمرغې پکې خوندي وي نو دوی به اسلام يوازنی دين ومومي چې په پوره بري سره يې ددې ټولو د ساتنې ضمانت کړی دی .

اسلام داسې دين دی چې په هغه کې د ټولو اديانو نيکۍ او غوره والی موجود دی او په بل دين کې تاسې داسې نيکۍ نشئ موندلای  .

مريم هاري يوه فرانسوۍ ليکواله مسلمانانو ښځو ته په يوه مقاله کې داسې ليکي:

ګرانو خويندو!

تاسو زمونږ په پلونو قدمونه مه ږدئ او زمونږ د اروپايې ښځو څخه پيروي مه کوئ ځکه تاسې په دې نه پوهيږئ چې مونږ دغه کرکجنه آزادي په کوم قيمت تر لاسه کړې خو زه تاسې ته يو څه ويل غواړم او هغه دا چې تاسو په خپلو پاکو کورنو کې پاکې اوسيږئ د اولادونو مهربانه ميندې اوسيږئ پر تاسې الله (جل جلا له) لوى رحم کړى پر تاسې يې په اسلام کې په واقعي توګه حقوق پيرزو کړي تاسو له نارينه و سره سيالې مه کوئ او ځانونه خوشي په دغو مسابقو کې مه ستړي کوئ کوشش وکړئ چې د خپلو ميړونو له پاره مهربانې او دردمنې ښځې ووسئ په خپلو کورونو کې د خپلو اولادونو مهربانه ميندې شئ او د مورولۍ وظايف سرته ورسوئ.

ختيځ پوهه (فرانسوساجان) وائي:

اى د ختيځ ښځې!  هغه څوک چې ستا په نوم چيغې او نارې وهې او تا د حجاب د کوزولو او سړي سره د مساوات ډګر ته رابلي دوى په تا پورې خندا او ستا توهين کوي او تر تا د مخه يې په مونږ پورې خندا او زمونږ توهين کړى.

دا خلک چې د ښځې د ازادۍ ډنډوره غږوي.

ــ دا تش په نامه ازادي ده، اما په معنوي لحاظ دا په رزق پسې د ښځې شړل دي.

يا په عبثياتو او شهواتو کې د ښځې بې واګو خوشې کول دي.

يا له دين او اخلاقي نيکمرغيو څخه د ښځې راويستل دي.

ــ په دغه تمدن کې د ښځې ازادۍ ته په لومړي ځل هر ډول نوم او عنوان ورکول کيداشي مګر په پاى کې يواځې د ښځې په فساد او له مينځه تلو منتج کيږي.

هغه ښځه ستر شان لري چې له انسان څخه په انسانيت کې ستر انسان جوړ کړي، نه داچې په حيوانيت کې يې ستر کړي.

کورنۍ د ښځو د سترګو په تور والې او دغومبرو او شنډو په سوروالي نه جوړيږي بلکه د ښځو په سپڅلو اخلاقو جوړيږي.

– د خپلو نامحرمو خپلوانو سره اختلاط :

د وريندارې د پاره د هغې لېور يا د خاوند ځېنې نور خپلوان لکه د کاکا زوی، د عمه زوی او نور نامحرم دي د هغو سره اختلاط، يوازې والی او سفر کول حرام دي او همداسې خينې لپاره د خور خاوند او نظر نورو نامحرمو ته د خاوند خپلوان ډير خطرناک دي ځکه چې نظر نورو ته د فتنې شديده ويره موجوده ده.

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رضی الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:۵۲۳۲).

ژباړه: عقبه بن عامر وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل. سفر کول او نور) څخه ځان وساتئ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو (د خاوند ورور لېور، د کاکا زوی، د عمه زوی) په اړه ستاسې نظر څه دی؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

حافظ ابن حجر په فتح الباري (۹/۳۳۱) کې وايي: په اتفاق د اهل لغت «احماء» د خاوند خپلوانو لکه د خاوند ورور، د خاوند د کاکازوی، د خاوند د عمه زوی او نورو ته وايي.

همدارنګه د علاج د پاره بغير له محرم څخه طبيب ته ورتلل او همدارنګه د علاج په وخت طبيبانو ته د هغه څه ښکارول چې ضرورت نه وي جواز نه لري.

– د نورو ښځو څخه د عورت ساتل :

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: « لا تُبَاشِرُ الْمَرْأَةُ الْمَرْأَةَ، فَتَنْعَتَهَا لِزَوْجِهَا كَأَنَّهُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا » (رواه البخاري).

ژباړه: ښځه به د بلې ښځې سره لوڅ بدن يا کوم اندام نه نښلوي او د هغې صفت به خپل خاوند ته نه بيانوي ګواکې دا داسې دی لکه خاوند يې چې د هغې ښځې طرف ته نظر کوي.

همدارنګه مسلم شريف داسې روايت نقل کړی دی:

«لا ينظر الرجل إلى عورة الرجل. ولا المَرأة إلى عورة المرأة. ولا يفضي الرجل إلى الرجل في ثوب واحد. ولا تفضي المرأة إلى المرأة في الثوب الواحد».

يعنې: سړي به د بل سړي عورت ته نه ګوري او ښځه به د بلې ښځې عورت ته نه ګوري او نه به يو سړی له بل سړي سره په يو لباس کې څملي، نه به ښځه له بلې ښځې سره په يو لباس کې څملي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.