د ايمان او اسلام وروڼه

له ابى حمزه انس بن مالكt خادم د رسول اللهr نه روايت دی چې رسول اللهr فرمايلي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدَكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ»([1]).

ژباړه: له تاسې څخه څوک کامل مؤمن نشي کيدای تر څو چې څه شی چه د خپل ځان لپاره خوښوي هغه د خپل ورور لپاره هم خوښ کړي .

تشريح :

د « لاَ يُؤْمِنُ » څخه کامل او پوره ايمان مراد دی .

د « حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ » : مطلب دا چې څه شی د ځان لپاره خوښوي له طاعاتو او مباحاتو نو هغه به د خپل مسلمان ورور د پاره هم خوښوي ، په دې کې دنيوي او آخروې ښېګڼې دواړه شاملې دي .

او په دې کې د حسد څخه پرهيز دی ځکه حسد کوونکی دا نه خوښوي چې د ځان په شان دې بل کس څه ولري بلکي د هغه تمنا د هغه نه د نعمت زوال وي .

او ځينې علماء وايي : مؤمن له مؤمن سره داسې دی لکه يو نفس ، نو څه چې د ځان لپاره خوښوي هغه به د خپل مؤمن ورور لپاره هم خوښوي ځکه د يو نفس حکم لري ، لکه په حديث شريف کې چې راغلي : «المؤمنون کالجسد الواحد اذا اشتکي منه عضوا تداعي له سائر الجسد بالحمی والسهر ».

يعنې : مؤمنان لکه يو جسد داسې دي ، کله چې د هغه يو اندام نا آرام شي نو ټول بدن يې ورسره په برياد ، تبه او نا آرام شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

شرح اربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟