هغه څه پرېږده چې تا په شک کې اچوي

له ابو محمد حسن بن علي بن ابي‌طالب څخه روايت دی چې وايي: «دَعْ مَا يَرِيْبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ»([1]).

ژباړه: هغه څه چې تا په شک کې اچوي پرېږده او هغه څه چې تا په شک کې نه اچوي واخله .

تشريح :

دا حديث شريف په دين کې يو ستر اصل دی .

« يَرِيبُكَ » معنی دا چې هغه څه پرېږده چې تا په شک او تشويش کې اچوي او هغه څه وکړه چې په شک کې دې نه اچوي ، په مخکې حديث شريف کې مو ولوستل چې د مشتبهاتو او شکمنو شيانو څخه پرهيز کول د دين او آبرو ساتل دي « إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ » د شکمنو څيزونو څخه پرهيز کول د تقوی کمال او د حرامو څخه نجات دی.

شک کول د آرام او سکون ضد دی ، نو دا چې بنده ته آرام او سکون حاصل شي له شکمنو شيانو څخه دې پرهيز وکړي .

او هغه شکونه چې اصل ونلری شيطاني وسواس بلل کيږي هغه لره څه اعتبار نشته ، مثلاً د اودس کولو وروسته سړي ته شک پيدا شي چې ايا ما اودس وکړ او که نه ؟ نو دلته يقين دا دی چې اودس يې کړی دی نور به شکونه ترک کوي ځکه چې دا بې ځای وسواس دي چې د انسان فکر مصروفوي .

اربعين النوويه / شرح ابن سابق رحمه الله

و الله سبحانه وتعالی اعلم

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟