جمع اوترتیب: مفتي عبرت مهاجر
اضحیه یا قرباني الله تعالی ته ډېر غوره او محبوب عمل او د الله تعالی د رضا حاصلولو بهترینه وسیله ده. خو هغه وخت چې د شریعت له لوري ښودل شویو احکامو په رڼا کې تر سره شي.
د دې په خاطر مو د قرباني اړوند ځیني ضروري مسئلې راټولې کړلې، ستاسو حضور ته یې په دې نیت وړاندې کوو، چې په اجر او ثواب کې سره شريک شو او تر یو حده پورې د ځینو ملګرو رالیږلې پوښتني هم ځواب شي.
دأضحيې پیژندنه:
د لوی اختر په ورځو کې د ثواب په نِيت د ځانګړي څاروي حلالولو ته په شريعت محمدي کې أضحيه (قرباني) ويل کيږي.
د أضحيې یا قرباني تاریخ:
په حقيقت کې قرباني یو ابراهيمي سنت او میراث دی، چې يادونه يې قرانکريم کې هم راغلې ده، ابراهيم عليه السلام خپل ګران زوی حضرت اسماعيل عليه السلام د الله په حکم قرباني ته وړاندې او د دې ستر سنت بنسټ يې کيښود، چې په محمدي شريعت کې قرباني د هجرت په دویم کال واجبه شوې ده.
د قرباني نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت الفاظ ويل ندي ضرور البته زړه کې به دونه وا يي چې، قرباني کوم . د قربانۍ د حلالولو په وخت کې (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.
له حلالولو څخه مخکې دعا:
إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض حنیفا وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
له حلالولو څخه وروسته دعا:
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.
د قرباني فضایل:
په سورة کوثر کې الله تعالی نبي عليه السلام ته فرمايي: ((فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ)) ژباړه: اي پیغمبره! خپل رب ته لمونځ ادا کړه او قرباني وکړه.
((وَعَنْ عَائِشَةَ (رَضِيَ اللّه عَنْها، )أنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلَّى اللَّه علَيْهِ وسلَّم قالَ: ما عَمِلَ آدَمِيٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أحَبَّ إلى اللهِ مِنْ إهْراقِ الدَّمِ، إنَّها لَتأْتِي يَوْمَ القِيامةِ بِقُرُونِها وأشْعارِها وأظْلافِها، وإنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِن اللَّهِ بِمَكانٍ قَبْلَ أنْ يَقَعَ مِنَ الأرْضِ فطِيبُوا بِها نَفْسًا.)) رواه الترمذی وابن ماجه.
ژباړه: له حضرت عائشي رضي الله عنها څخه روایت ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، د لوی اختر په ورځ الله تعالی ته له ټولو غوره عمل قرباني کول دي او د قرباني د څاروي ښکرونه، ويښتان او ښنګري هم د قيامت په ورځ د بنده د اعمالو په تله کې اچول کيږي. د څاروي وينه مخکې له دې څخه چې ځمکې ته ورسيږي، د الله تعالی په دربار کې د قبولتیا وړ ګرځي، نو له همدې امله تاسې په خپلو قربانيو ځانونه خوشحاله کړئ.
بله دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت څخه وروسته لس کاله ژوند په مدينه منوره کې وکړ او هر کال يې قرباني کړې ده، نو دا هم د قرباني په اهميت او فضيلت باندې دلالت کوي.
د قربانۍ نه کولو سزا:
و عن أَبی هُرَيْرَةَ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ((مَنْ وَجَدَ سَعَةً فَلَمْ يُضَحِّ فَلَا يَقْرَبَنَّ مُصَلَّانَا.)) رواه أحمد في المسند.
ژباړه: حضرت ابو هریرة رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (څوک چې د قرباني کولو توان ولري او قرباني ونکړي نو زمونږ عيدګاه ته دې دلمانځه لپاره نه راځي.)
د قربانۍ احکام:
1.هر نارینه یا زنانه مسلمان چې ازاد، مقیم او د اختر په شپو ورځوکې د نصاب مالک وي، پر هغه قرباني واجب ده. همدارنګه پرچا چې د کوچني اختر سرسایه واجب وي هغه هم باید قرباني وکړي. د ۲۰۰ شرعي روپیو چې وزن یې تقریباً ۵۹۵ ګرامه سپین زر کیږي، په اندازه مال یا شتمني مالک چې د اړتیا وړ ضروریات یې هم نه وي، د قرباني لپاره د نصاب مالک شخص ګڼل کیږي.
2.کوم وروڼه چې په یوه کور کې ګډ ژوند کوي او دومره مال ولري، که سره جدا او بېل شي هر یو یې د نصاب مالک ګرځي، بيا په هر یوه ځانته ځانته قرباني واجب ده.
3.که چیرته پلار او زامن په یوه کورکې داسې ګډ ژوند کوي، چې زامن خپلې ګټل شوې روپۍ پلار ته ورکوي او پلار يي حقیقي مالک جوړکړی وي، بیا یې قرباني یوازي په پلار واجب ده. که زامن پلار ته په دې نیت روپۍ ورکوي چې ويي ساتي او یا يي دکور په کارونو کې په ښه توګه مصرف کړي بیا قربانې په زامنو واجب ده . خو که عرف ته وګورو د عرف له مخې قرباني په زامنو واجبیږي.
4.که د يو چا ټول یا زیات مال حرام وي، له دغه مال څخه یې قرباني کول جائز نه دي.
5.د قرباني د څاروي له حلالولو څخه وړاندې، له هغه څخه ګټه اخیستل یعنې وړۍ ، شيدي او یا سوارلي پرې کول مکروه دي.
6.که د قرباني د څاروي غوږونه، لکۍ، غاښونه، ښکر، د سترګو نظر او غولانځې زیاته یا دریمه برخه د مرض یا بل څه له امله ختمه شوې وي، نو قرباني کول نه پرې صحیح کیږي .
د کوم څاروي چې د سترګو نظر له نیمايي څخه کمه اندازه له مینځه تللی وي، قرباني ورباندې صحیح کیږي. خو که د کوم څاروي چې سترګې ړندې وي یا یې نظر له نیمايي څخه زیاته اندازه کم شوی وي، قرباني نه پرې صحیح کیږي.
د کوم څاروي چې پښه په پوره توګه نه وي ګوډه او د قرباني ځای ته په خپله تللی شي، قرباني پرې صحیح کیږي.
کوم څاروی چې د ډېرې خورځواکۍ له امله د قرباني ځای ته هم نشي تللی، قرباني نه پرې صحیح کیږي.
د کوم څاروي چې ټول یا زیاته برخه غاښونه غورځيدلي وي او بېرته نه وي راشنه شوي، قرباني نه پرې صحیح کیږي. خو که زیاته برخه غاښونه یې موجود وي، بیا قرباني پرې صحیح کیږي.
د کوم څاروي چې غوږ یا لکۍ ټوله یا درېیمه برخه له منځه تللې وي، قرباني نه پرې صحیح کیږي. خو که غوږونه یې واړه وي بیا قرباني پرې صحیح کیږي.
که د څاروي یوازې د ښکر پوښ له منځه تللی وي، قرباني پرې صحیح کیږي. که له پوښ لاندې د ښکر درېیمه برخه ماته وي، نو قرباني نه پرې صحیح کیږی.
7.د ضرورت په وخت کې د قرباني شوي څاروي د څرمن کارول جواز لري او بل چا ته یې هم ورکولای شي. خو که خرڅه یې کړله، بیا به یې روپۍ په هغه ځای کې مصرفوي، چې د زکات استعمال په کې جواز ولري.
8.په حلالو شویو څارويو کې بهیدونکي وینه، د نر څاروي شرمګاه، د ښځينه څاروي شرمګاه، خصیتین، مثانه، تریخی او حرام مغز خوړل ناجائز دي.
9.قصاب ته په اجرت کې د قرباني غوښه یا څرمن ورکول جواز نه لري.
10.د قرباني غوښه په درې برخو وېشل مستحب دي. یوه برخه به صدقه کوي، دویمه برخه به خپلو خپلوانو ته ورکوي او درېیمه برخه به د خپل ځان لپاره پرېږدي. د ټولې برخې ځانته راګرځول هم جواز لري.
11.کوم شخص چې د قرباني کولو اراده لري، د ذوالحجې میاشتې په لومړیو ورځو کې تر قرباني کولو پورې د نوکانو او ویښتانو له پرې کولو یا لنډولو څخه ځان ساتل ورته مستحب دي.
12.د قرباني وخت د لوی اختر د لومړۍ ورځې له لمر ختو پیل او د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدو پورې دوام لري. خو د لوی اختر لومړۍ ورځ یې تر ټولو ښه ورځ ده.
13.که يو شخص په یوه هیواد یا ښار کې وي او بل چاته په بل هیواد کې اجازه وکړي، چې زما لپاره قرباني وکړه، نو د یاد شخص له طرفه قرباني ورته کول جواز لري.
14.د وفات شوي شخص لپاره قرباني کول صحیح دي، ثواب ورته رسیږي.
15.که یو بانډچي یا کلیوال شخص خپله قرباني ښار ته ولیږي، د اختر له لمانځه مخکې یې قرباني کول نه صحیح کیږي، که څه هم په بانډه یا کلي کې وي او که ښار والا شخص خپله قرباني بانډې یا کلي ته ولیږي، نو هلته له صبح صادق وروسته قرباني کول ورته صحیح کیږي.
16.د قرباني کوونکي شخص لپاره مستحب دا ده، چې قرباني په خپل لاس حلاله کړي. که خپله یې نشوای حلالولای، بل چا ته دې اجازه وکړي، خو د ذبحې په وخت کې شتون غوره ده.
17.که د غریب شخص د قربانی څاروی ورک شو، د بل اخیستل پرې نشته او که بل یې واخیستلو او د اختر په ورځو کې یې لومړنی څاروی هم پیدا شو، نو د دواړو قرباني پرې واجبه ده. که د نصاب خاوند شخص له داسې حالت سره مخ شو، یوه قرباني پرې واجبه ده.
18.که غریب شخص د قرباني لپاره څاروی واخلي، د هغه بدلول او خرڅول ورته جواز نه لري. که مالدار او د نصاب خاوند وي، بیا یې بدلول او خرڅول جواز لري، خو په ګټه کې ترلاسه شوې روپۍ به صدقه کوي.
19.که د غریب شخص د قرباني څاروی له قرباني څخه وړاندې عیبجن شي، همدغه څاروی به قرباني کوي او که د نصاب خاوند وي، بله قرباني پرې لازمه ده.
20.که د غریب شخص د قرباني څاروی مړ شو، بله قرباني نشته پرې. که د نصاب خاوند وو، بله قرباني پرې واجب ده.
21.که د یوه غوښن او غټ پسه په قیمت، دوه نور پسونه چې زیات خوار نه وي کیږي، په داسې صورت کې د دوه پسونو قرباني غوره او ډېر ثواب لري. ځکه دلته دوه قربته راځي، یو د واجبې او بل د نفلي قرباني. خو د یوه غټ پسه په صورت کې یوازې واجب قرباني اداء کیږي.
22.قربانۍ په غوا، ګامېښه، اوښ او پسه که مذکر یا مؤنث وي کیږي. خو غوا او ګامېښه باید دوه کلنه، اوښ پنځه کلن او وزه یا پسه باید یو کلن وي. له دې څخه په کم عمره څاروي باندې قرباني نه صحیح کیږي. البته که د پسه عمر شپږ میاشتي وي، خو دومره غټ او مزی وي، چې په قد او وزن کې له یو کلن سره برابر وي نو قرباني پري صحیح کیږي.
23.د یوې وزې یا پسه قرباني یوازې د یوه شخص لپاره کفایت کوي، د دوو یا دریو کسانو له طرفه د یو پسه ذبحه کول جائز نه دي. خو غوایی او اوښ د اوو کسانو له لوري ذبحه کول جائز دي، له دې څخه زیات کسان شرکت نشي په کې کولای.
24.که په غویی یا اوښ کې له مشترکو کسانو څخه یوه هم د قرباني پر ځای د غوښو نیت کړی وي، یا له قرباني پرته کوم بل غرض پکښي ولري، نو د پاتو شپږو کسانو قرباني هم خرابیږي او وجوب یې له ذمې څخه نه ساقطیږي. خو په یاد صورت کې د قرباني غوښه خوړل جائز دي، هغو ته زیان نه رسیږي. که په مشترکو کسانو کې د یوه نفر پیسې حرامي وي بیا هم د نورو ټولو قرباني نه صحیح کیږي.
25.که په غوايي، ګامېښه یا اوښ کې څو کسان سره شريکان وي نو غوښه به اټکلاً نه سره تقسیموي بلکې په وزن سره دې اندازه او تقسیم کړي. ځکه چې په اټکل سره د سود احتمال پیدا کیږي. البته که د غوښو سره سر، پښې او د څرمن ټوټې هم یو ځای کړل شی نو په اندازې سره یې تقسیمول جائز دي.
26.که په غوایی، ګامېښه یا اوښ کې د یوه کور وګړي شریکان وي، د غوښو تقسیمول ضروري نه دي. که وغواړي ټوله دې یو ځای کښېږدي.
27.خاص د قرباني څرمن مسجد ته ورکول، په دې شرط، چې له هغه پوست څخه کار واخیستل شي او ونه پلورل شي یا له هغه څخه سلواغه جوړول او د مسجد لپاره یې وقف کول جائز دي.
ځکه چې خاص پوست ورکول نفلي صدقه ده او په مسجد کې د نفلي صدقې مال مصرفول روا دی. خو د څرمن قیمت په مسجد کې مصرفول روا نه دي. ځکه چې د قیمت صدقه کول یې واجب دي او د واجب صدقې لپاره تملیک شرط دی. خو مسجد د تملیک محل نه دی. د څرمن قیمت یا څرمن د مسجد امام، مؤذن، طالبانو یا خادمانو ته د هغوی د خدمت میاشتنۍ تنخوا په بدل کې ورکول روا نه دي. البته که مؤذن یا امام ته د ټاکلو پر مهال وویل شي چې د قرباني له پوستونو څخه تاسې ته هیڅ نه درکول کیږي، خو بیا وروسته پوست او یا د هغه قیمت ورکول شي نو جائز دي. ځکه چې دا د هغوی اجرت نه، بلکي هغوی ته خیرات او صدقه ده. مګر د قیمت په صورت کې بیا دا شرط هم شته، چې امام یا مؤذن به مسکین وي. که چیري شتمن ؤ، ورکول یې روا نه دي. همدا راز د پوست قیمت د مسجد په تعمیر او ودانولو کې مصرفول هم جواز نه لري.
د قرباني اړوند مکروهات
له حلالو وړاندې باید څاروي ته اوبه او خواړه ورکړل شي، ځکه وږي ساتل یې مکروه دي.
د حلالې په وخت کې باید چاړه ښه تېره وي، په پڅه چاړه یې حلالول مکروه دي.
د یوه څاروي په مخ کې د بل څاروي حلالول.
له چاړې څخه غیر په بل تېره څیز د څاروي حلالول.
د څټ له خوا څخه د څاروي حلالول. ځکه د څټ له لوري ذبحه کې د رګونو له پرې کولو څخه وړاندې د څاروي د مړ کېدلو امکان وي، چې په دې صورت کې یې خوراک ناجایز دی.
د حلالولو پرمهال د څاروي سر له تنې څخه پرې کول.
د څاروي له سړېدلو څخه مخکې یې پوست ایستل.
د حلالولو ځای ته څاروی په کشولو بېول یا تر پښې نیول.
د څاروي د څملولو په وخت کې د هغه وړاندې چاړه تېره کول.
د حلالې په وخت له قبلې څخه غیر بل طرف د څاروی مخ کول.
له ساه ختلو څخه مخکې د ذبح شوي څاروي مغزی یا مرکنډۍ تاوول.
د حلالولو پرمهال د څاروي ځيني رګونه پرې کول او ځيني پرېښودل.
د حلالې پرمهال د ((اللهم تقبل من فلان)) ویل. که له حلالې څخه وروسته وویل شي، باک نه لري.
د شپې لخوا حلاله کول.
هر هغه څیز چې له ضرورت پرته ورباندې څاروی تعذبیږي.
((وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ))