دعوت نیوز قدرمنو وروڼو السلام علیکم.
زما د مور میراث ده صرف یو خور لري چه هغه هم واده شوې ده
زما د مور خپلوانو زمکه خرڅه کړه روپی یې سره و ویشلـې.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی صورت :
کچېرې د مړي يوازې دوې ښځې او دوې لوڼې پاتي وي نارينه اولاد ونه لري او د مړي وروڼه او خويندې نه وي ترکه داسې تقسميږي .
د دوو ښځو لپاره 1/8 حصه ده .
لقوله سبحانه وتعالی : فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم (النسآء ۱۲ ) .
ژباړه: او که (مړي) اولاد موجود ؤ نو بيا آتمه ده . .
د دوو لوڼو د پاره 2/3 + باقي حصه ده .
لقوله سبحانه وتعالی : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ (النسآء ۱۱ ) .
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده . نو که ښځينه دوه يا تر دوو زياتې وې نو د ټول مال له دری برخو څخه يې دوې برخې دي او که يوه وه نو نيمه برخه يې ده .
دوهم صورت :
کچېرې د مړي وروڼه او خويندې هم وي مسئله داسې راځي :
د دوو ښځو لپاره 1/8 حصه ده .
د دوو لوڼو د پاره 2/3 حصه ده .
باقي مال د عصبه (وروڼو او خويندو ) په مينځ کې تقسيميږي چې ورور به د خور دوه برابره برخه اخلي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم