ذوی الارحام په لغت کې مطلق قرابت او خپلوۍ ته وايي او په اصطلاح کې ذوی الارحام هغه کسان دي چې د اصحابو فروض او عصبه په شان د برخو څښتنان نه دي مګر کله چې اصحاف فروض او عصبه موجود نه وي ذوی الارحام ميراث اخلي .
د امام ابوحنيفه ، امام احمد په نزد چې رايه د عمر ، علی ، ابن مسعود او ابن عباس رضی الله عنهم ده ذوی الارحام د اصحاب فرضو او عصبه وروسته ميراث اخلي ، لقوله سبحانه وتعالی :[وأولو الأرحام بعضهم أولى ببعض في كتاب الله ](الأحزاب: ۶)
ذوی الارحام لاندې کسان دي :
۱- د لور زوی ، ۲- د خور زوی ، ۳- د ورور زوی ، ۴- د تره زوی ، ۵- ماما ، ۶- خاله ، ۷- د مور پلار ، ۸- د مور تره ۹- عمه .
د ذوی الارحامو د ميراث قواعد :
د ذوی الارحامو د ميراث د پاره دری قاعدې يا طرېقې دي :
اول ، طريقه اهل رحم يا مذهب التسويه
دوهم ، طريقه اهل تنزيل
دريم : طريقه اهل قرابت
دريمه طريقه چې د اهل قرابت طريقه ده د مذهب حنفيه طريقه ده .
د اهل قرابت د طرېقې بيان :
د اهل قرابت په طريقه کې دا قاعده ده چې اول به ميراث نږدې وارث وړي کچرې نږدې وارث وي د لرې مرتبې وارث ميراث نشي وړلای او که د نږدې مرتبې وارثان نه وي بيا په ترتيب سره د دوهمې يا دريمې مرتبې وارثان ميراث وړي ، د ذوی الارحامو د ميراث وړلو مرتبې په لاندې ډول دي :
اوله مرتبه : د مړي فروغ لکه : د لور زوی يا د لور د زوی زوی او تر هغه ښکته .
دوهمه مرتبه : د مړي اصل لکه : د مور پلار ، د مور تره او نور .
دريمه مرتبه : د مړي پلارني فروع لکه : د تره زامن ، د ورور زوی او د خور زوی او نور
څلورمه مرتبه : خاله ، عمه او نور .