د زمانې له مخې د طلاق ډولونه (منجز ، مضاف او معلق)

د وخت او زمانې له مخې طلاق په دری ډوله دی : منجز ، مضاف او معلق .

اول منجز طلاق : هغه طلاق دی چې فی حال واقع شي او په کومه زمانه او شرط پورې تړل شوی نه وي لکه : ته طلاقه يې نو په دې سره طلاق فی حال واقع کيږي او عدت في حال پيل کيږي ،که يو طلاق رجعي وي نو يو طلاق به واقع شوی وي که دوه وي نو دوه طلاقونه به واقع شوي وي.

دوهم مضاف طلاق : مضاف طلاق هغه طلاق دی چې په آينده زمانه يا مستقبل پورې تړلی وي لکه : ته سبا ته طلاقه يې يا ته په فلانۍ مياشت کې طلاقه يې نو کله چې هغه وخت راشي طلاق واقع کيږي .

دريم ، معلق طلاق : هغه طلاق دی چې په کوم کار يا شرط پورې تړلی وي لکه : که ته له کوره ووځي طلاقه يې ، که ته د فلاني کره لاړې نو طلاقه يې هر کله چې هغه کار او شرط مينځته راشي طلاق واقع کيږي[1] .

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – فقال أئمة المذاهب الأربعة: يقع الطلاق المعلق متى وجد المعلق عليه، سواء أكان فعلاً لأحد الزوجين، أم كان أمراً سماوياً، وسواء أكان التعليق قسمياً: وهو الحث على فعل شيء أو تركه أو تأكيد الخبر، أم شرطياً يقصد به حصول الجزاء عند حصول الشرط (فقه الاسلامي وادلته ).

و  فی‌ الهندیة: «‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:۱/۴۲۰).

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.