معاملات معاصره
د النقود (نغدو پيسو ) حکم څه دی ؟
النقود (نغدې روپۍ ) چې لومړي د سپينو او سرو زرو څخه جوړېدلې او وروسته په کال د ۱۹۱۰ ميلادي لومړی په چين کې د ورقو په شکل مينځته راغلې او د لومړي ځل لپاره بانک نوټ د استالاهم بانک لخوا توليد او مينځته راغلې .
د معاصرو فقهاؤ په نزد په اوسنيو نغدو نوټونو لکه : افغانۍ ، ډالر ، ريال ، درهم او نورو باندې د سپينو او سرو زرو احکام جاري کيږي ، مثل په مثل په زيادت سره تبادله سود ده لکه : افغانۍ په افغانۍ او همدارنګه په اوسنيو نغدو پيسو کې زکات فرض دی .
معاملات المالية المعاصرة – وهبة زحيلي (ص ۱۵۰ ) .
که موجود بانک نوټونه نا چل شي ؟
کچېرې موجوده بانک نوټونه ناچل اعلان شي نو د زړو پيسو قرض به څنګه ادا کيږي ؟
د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې د قرض په ادا کولو کې به د هغه جنس ، نوع ، مقدار او صفت کې هيڅ فرق نه لري بغير له کمبون او زيادت څخه به وي يعنې د همغه وخت په پيسو يا د هغه قيمت به قرض ادا کيږي ځکه چې د فرق په صورت کې د سود وېره ده مروجې پيسې د سرو او سپينو زرو حکم لري .
مګر د امام يوسف قول دا دی چې هغه بايد د ورځې په نرخ تبادله شي او دا قول د احنافو په نزد مفتی به دی . مګر مجتمع الفقه الاسلامي ۴۲ ۵/۴ کال ۱۴۰۹ لومړی قول احتياطاً د سود څخه د لريوالی په وجه راجح بولي .
جاء في المعاملات المالية المعاصرة :
اتجاء الجمهور الأعظم من فقهاء المذاهب الأربعة : أنها تؤدی بجنسها ونوعها وقدرها وصفتها ، دون زيادة أو نقصان ، منعاً من وقوع في الربا المحرم شرعاً ، شأنها شأن بقية النقود الذهبية أو الفضية والفلوس الرايجة .
و ذهب أبو يوسف رحمه الله الی انه يجب ردها بقيمتها يوم اقراضها او قبضها فی القرض ، ورد قيمتها يوم الانعقاد فی عقد البيع ، وهذا هو المفتی به عند الحنفية .
لکن قرار مجمع الفقه الاسلامي الدولي رقم ۴۳ (۵/۴ ) عام ۱۳۰۹ فی دورته الخامسة بالکويت أخذ بالاتجاه الأول .
المعاملات المالية المعاصرة لزحيلي (ص ۱۵۵) .