د ظلم او غصب خطرناکې پايلې

عصب دوه صورتونه لري :

۱- دا چې څوک د چا مال په زور نا حقه فيصله ، رشوت او يا د هغه د اجازې پرته قصداً غصب کړي ، هغه ګنهکار او غاصب دی ، د هغه څخه به دغه مال اخيستل کيږي او يا به يې تاوان ورکوي .

۲- دا چې څوک په غلطی سره د چا مال واخلي د هغه مال به بيرته ورکوي يا به يې د هغه تاوان ورکوي مګر ګناه ورباندې نشته ځکه چې هغه دغه کار په غلطی سره کړی دی .

د ظلم بدې پايلې :

په غاصب باندې واجب ده چې الله تعالی ته خالصه توبه وباسي څه يې چې په ظلم او غصب تر لاسه کړي وي هغه به خپل مالک ته سپاري او د هغه څخه استفاده نه کوي .
رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلمفرمايي : مَنْ كَانَتْ لَهُ مَظْلَمَةٌ لأحد مِنْ عِرْضِهِ أوْ شَيْءٍ فَليَتَحَلَّلهُ مِنْهُ اليَوْمَ، قَبْلَ أنْ لا يَكُونَ دِينَارٌ وَلا دِرْهَمٌ، إِنْ كَانَ لَهُ عَمَلٌ صَالِحٌ أخِذَ مِنْهُ بِقَدْرِ مَظْلَمَتِهِ، وَإِنْ لَمْ تَكُنْ لَهُ حَسَنَاتٌ أخِذَ مِنْ سَيِّئَاتِ صَاحِبِهِ فَحُمِلَ عَلَيْهِ(أخرجه البخاري) .

يعنې : چا چې پر خپل ورور باندې ظلم کړی وي که د هغه په عزت او آبرو يې تېری کړی وي او يا يې د هغه حق پايمال کړی وي . نو همدا نن ورځ ( په دنيا ) کې د هغه څخه بخښنه وغواړي مخکې له دې چې د قيامت ورځ راشي او هلته درهم او دينار نه وي ، ځکه که نيک اعمال ولرې په هغه ورځ د تا څخه د ظلم په اندازه کټ کيږي او که نيک اعمال ونه لري نو د مظلوم ګناوې به ستا په غاړه اچول کيږي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.