د چا حلال مال په زور ، ناحقه او بې اجازې اخيستل او هغه پخپله قبضه کې راوستلو ته غصب وايي .
د غصب حکم :
عصب حرام او لوی ظلم دی :
الله تعالی فرمايي [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ ] (النسآء ۲۹ ) .
ژباړه :ای مؤمنانو ! په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئ مګر دا چې تجارت وي چې ستاسې په خوښی سره سر ته ورسيږي .
او الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ](البقره ۱۸۸ ) .
ژباړه : او په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئاو مه رسوئ دا مال تر حاکمانو پورې له پاره ددې چې وخورئ تاسې څه مالونه د خلکو په ظلم او ناحقه حال دا چې تاسې پوهيږئ ( چې دا ظلم دی ) .
وَعَنْ أبِي بَكْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أنَّهُ ذَكَرَ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَعَدَ عَلَى بَعِيرِهِ، وَأمْسَكَ إنْسَانٌ بِخِطَامِهِ-أوْ بِزِمَامِهِ- قال: «أيُّ يَوْمٍ هَذَا». فَسَكَتْنَا حَتَّى ظَنَنَّا أنَّهُ سَيُسَمِّيهِ سِوَى اسْمِهِ، قال: «ألَيْسَ يَوْمَ النَّحْرِ». قُلنَا: بَلَى، قال: «فَأيُّ شَهْرٍ هَذَا». فَسَكَتْنَا حَتَّى ظَنَنَّا أنَّهُ سَيُسَمِّيهِ بِغَيْرِ اسْمِهِ، فَقَالَ: «ألَيْسَ بِذِي الحِجَّةِ». قُلنَا: بَلَى، قال: «فَإنَّ دِمَاءَكُمْ، وَأمْوَالَكُمْ، وَأعْرَاضَكُمْ، بَيْنَكُمْ حَرَامٌ، كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا، فِي شَهْرِكُمْ هَذَا، فِي بَلَدِكُمْ هَذَا». متفق عليه.
ژباړه :ابوبکر رضی الله عنه وايي : يو ورځ رسول الله په اوښ باندې سپور وو او يو کس د هغه پړی نيولی وو ، رسول الله صحابه کرامو ته وويل : نن څه ورځ ده ؟ راوي وايي : مونږ ټول سکوت شولو ، مونږ فکر وکړ چې رسول الله ددې نوم څخه ما سوا بل نوم په پام کې لري ، رسول الله وفرمايل : آيا نن د قربانۍ ورځ نه ده ؟ مونږ وويل هو ، بيا هغه وفرمايل : دا کومه مياشت ده ؟ مونږ ټولو سکوت وکړ او فکر مو وکړ چې ممکن رسول الله ددې مياشتې د پاره بل نوم غوره کړي ، بيا يې وفرمايل : آيا دا د ذوالحجې مياشت نه ده ؟ مونږ وويل هو . ويې فرمايل : ستاسو مالونه او ستاسو ځانونه او ستاسو عزت د دغې ورځې دغې مياشتې او دغه ځای په څير حرام دي (څوک حق نه لري د چا مال ، نفس او آبرو او عزت پايمال کړي ) .
غصب داسې ستر ظلم دی چې که په دنيا کې د قانوني ګرفت نه خلاص شي نو په قيامت کې به له سختې سزا سره مخ شي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
مَن أَخَذَ شِبراً مِّنَ الارَضِ ظُلماً فَاءِ نَّه يُطَوِّقُه يَومَ القِياَمَةِ مِن سَبِع أَرضِينَ (بخاري ومسلم ) .
څوک چې يوه لويشت پردی ځمکه په ظلم واخلي د قيامت په ورځ به دغه ځمکه تر اومی طبقی پوری د ده تر غاړه راتاو کړ شي .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : أَلَا لَا تَظْلِمُوا ، أَلَا لَا تَظْلِمُوا ، أَلَا لَا تَظْلِمُوا ، إِنَّهُ لَا يَحِلُّ مَالُ امْرِئٍ إِلَّا بِطِيبِ نَفْسٍ مِنْهُ ( مسند احمد ، دارقطني ) .
خبردار ! په چا باندې ظلم مه کوئ ، خبردار ! په چا باندې ظلم مه کوئ ، خبردار ! په چا باندې ظلم مه کوئ
خبردار ! د چا مال د هغه د اجازې پرته اخيستل حرام دي .