يو بل اعتراض او جواب
بعضې خلك يو بل اعتراض هم كوي وايي چې اسلام سړي ته د طلاق اختيار ولې وركړى ده
ولې ښځې ته نه وركوه ښځه بېچاره كه مجبوره شي نو بيا به څه كوي
جواب واورئ ! لږ زره په سوچ كې شئ
اسلام ټول بوج د ښځې په سړي اچولى ده
د ښځې خرچه ټوله په سړي ده
ولې نن دا خبره جديد تحقيقاتو هم تسليم كړى ده چې ښځه فطري طور سره د سړي نه كمزوري ده ، ولې د ښځې ذهن هم كمزورى وي .
تاسو وګورئ !
ښځه چې كله غوصه شي يو دم ودريږې او خبرې شروع كى ، كله به كور طرف ته اشاره كوي ، دا څنګه كور ده چې زه پكې ګوزاره كوم ، دا څنګه جامې دي چې ما اغوستى دي ، ما به پلار كره داسې جامې سوال والا ته وركولى ، په داسې لوښو او كاسو كې به مونږ ډوډۍ نه خوړه ،
حالاًنكى داسې كور ، داسې جامې ، داسې لوښي ، به په ټول عمر نه يې كتلى بيا به هم خبرې كوي داد ذهن كمزوري وي .
جديد ډاكټرانو او سائنس دانو دا معلومه كړيده چې ښځې باندې حيض راشى نو ده دې بدن كې سستى راشي ، ذهن باندې كمزوري راشي ، او اكثره ښځې چې خودكشى كوي سل كې پنځوس فيصده په حالت د حيض كې وي .
يا په حالت د حمل كې وي ، يا په حالت د وضع د حمل كې وي ، يا په وخت د رضاعت كې وي .
دا ورځې په ښځه باندې ډېرې مشكلي وي ، نو د طلاق به څه خيال وساتى ، حكمت په دې كې څه ده چې د طلاق اختيار سړي سره ده ، په دې كې بېشماره حكمتونه دي ، يو درته وايم ، ښځه د سړي نه ډېر زر په جذباتو كې راځي ، او ډېره زر ناراضه كېږي ، كه لږ زره خبره د طبعيت مخالفه وي بس د كور نه وتلو ته تياره وي ، دا هم يو حكمت ده .
د علم التشريح محقيقينو دا خبره ثابت كړى ده چې د ښځې دماغ د سړي دماغو نه تقريباً لسونه ترسل ګرام كم دي .
تاسو وګورئ ! په يورپ كې طلاق لږ غوندې د ښځو په اختيار كې وركړى ، د هغې نتيجه داده چې سل كې پنځه اتيا فيصده درخواستونه د ښځو دي ، نو حكمت داده چې ښځه ډېر زر په جذباتو او غوصه كې راځي ، بيا د خاوند هغه ټول احسانات هېر كړي .
د طلاق يو خبر
يوه بله خبره واورئ ! څه وخت مخكې اخباراتو كې يو د طلاق واقعه راغلى وه يوې ښځې د طلاق اخستو لپاره درخواست عدالت وركړى وه ، قاضي ددې ښځې نه پوښتنه وكړه محترمې څه وجه ده چې د خپل خاوند نه طلاق اخلي اخر دومره كلونه دې ورسره تېر كړه خاوند دې دومره په تشويش او په تكليف كړيده ؟
ښځه جواب وركوي ، قاضي صاحب زما خاوند چې كله ويده كېږي نو خوب كې خرهار كوي او زما بد تېرې راځي ، او بله مهمه خبره داده چې ما يو سپى ساتلى او زما ورسره ډېره مينه ده او هغه سپي زما د خاوند خوښ نه ده او بدى ترې راځي نو زه ځكه ترې طلاق اخلم .