د جماع يا کوروالي په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟

سلام عليكم
بعد له سلام زه يو پوشتنه لرم هغه دا چي يو سري كولي شي چي ده خپلي بي بي عورت وكوري و كه سه حكم لر ي وسلام  – احمد نور 
الجواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د جماع يا کورواله په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟
ځواب : بهر د حکيم زوی له خپل پلار څخه او هغه له جد څخه روايت کوي چې هغه وايي و مې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! د جماع په وخت د عورت کومه حصه پټه کړم او کومه حصه پټه نه کړم ؟
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» [1]   
شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې .
خو غوره داده چې شرمګاه له هر چا څخه پټه وساتل شي ،پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي « إِنْ اسْتَطَعْتَ أَلَا يَرَيَنَّهَا أَحَدٌ فَافعل» [1]  
که چيرې په دې توانيږې چې هيڅوک هغه ونه ويني نو داسې وکړه صحابي بيا وپوښتل چه ای رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ !که سړی تنها وي ؟
ويې فرمايل : «اللَّهُ أَحَقُّ أَنْ يُسْتَحْيَا مِنْهُ مِنْ النَّاسِ» « الله تعالی تر ټولو ددی لايق دی چه خلک له هغه څخه شرم وکړي » [1]
 مأخذ : د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه (19/363) مکه مکرمه
و الله اعلم
———————————————– 
 
[1]  احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) ا و نسائی په ” الکبری” (8972) ، او ابن ماجه (1920) او حاکم 4/180(7358)
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.