ای سيګرټي!
هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې! ته دې په هغه مال د ځان له پاره مرضونه اخلې چې د خپلې کورنۍ او بچيانو حق دې دی.
که په هغو پيسو دې چې پر سيګرټو يې لګوې، خپلو وړو کوچنيانو ته ميوه اخيستې وای، څومره به ښه وی؟
او که دا پيسې دې ټولې کړې وی چې سيګرټ پرې اخلې او هره اوونۍ دې پرې يو علمي، ديني يا ادبي کتاب اخيستی وای، د دې دومره زياتې مودې په تيريدو سره به دې د ځان، بچيانو او ملګرو له پاره څومره ستر کتابتون جوړ کړی وای؟

که داسې کس وګورې چې هره ورځ له جيبه پيسې راباسي او اور ور اچوي، په اړه به يې څه ووايې؟
نو، بس کړه!
له دې ناوړه عادت څخه همدا اوس لاس واخله!
ستا ټينګ هوډ کولی شي تا له دې خبيثې وبا څخه وژغوري!

——————————————————————