ای خورې! ته خو يې يوځل ولوله

ای خورې! ته خو يې يوځل ولوله

ډاکټر عبدالحق فرقانيار
ای خورې!
له ډېرو سختو او دردوونکو حالاتو سره سره زه خپل مسئولیت د اداء او همدردۍ له مخې تاته نصيحت کوم.
ای خورې!
لکه څنگه چې د سر په سترگو یې وينې او د زړه ل تله یې احساسوې چې د ځمکې مخ څومره له فساد او فحشاوو څخه ډک دی، د حقیقت پر مخ د مجاز پردې اچول شوي، د اصلاح پر ځای لا ديني زیاته شوې، د ښو اخلاقو ځای حیواني او شيطاني بدمرغيو او بې عفتيو نيولی، کورونه، کلي، قومونه، او ملتونه له هغې اصلي روحيې او مستقيمي لارې څخه کاږه شوي دي چې د خير او فلاح وي، فساد او فحشا کومي شلولي پاک ناپاک تر خپل حلقوم تېروي، غيرت، عفت ، اسلامي اخوت له منځه تللی او داسې حالات را برسېره شوي چې که لږ نور مونږ له دې تباه کوونکي خوبه راويښ نه شو نو زمونږ د خير او فلاح کښتۍ به د ابد لپاره د فحشاوو او فساد سمندرگي کې ډوبه او لاهو شي.
ای خورې!
ددې بدو حالاتو او خطرناکو عواقبو د مخنيوي کلي يوازې ستا په لاس کې ده او ته هم اوس کولی شی چې ډېر څه وکړې د هغو مفسدو او فاحشو بدکاره غلو مخه ونیسې چې د خپلو خويندو او ميندو عفتونه لوټي د هغو کورونو کنډرونه ماتوي چې بيايې رغېدل او جوړېدل د هر چا له وس او قدرته وتلی وي. داسې غلو چې کوم عفتونه لوټلي وي بیا رغونه يې ناممکنه او لا محاله شي هغه بيا د فساد او فحشاوو بړبوکۍ په هوا کړي چې بيا هېڅکله د تم کېدو او روانېدو جوگه نه وي.
ای خورې!
که ته د خپل عفت او پردې په خپله ساتنه ونه کړې او داسې مفت او ارزانه يې ليلام کړې نو بل څوک به د داسې لېوانو مخه ونيسی؟ چې د هغو وږو خولې ته غوښې په خپله ور وړاندې کوي.
ای خورې!
تا به د يوې لحظې خوند او مزه د ټول عمر لپاره د بې مزې او بې خونده ژوند څښتنه کړي او تر هغې درانه پېټي لاندې به شې چې بل څوک يې در څخه اخستلای او اوچتولای نه شي.
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.