کوم سورت چې يي په اول رکعت کې ولوستلو
په هيره سره يي
په دويم رکعت هم ولوست نو څه حکم لري ؟
پوښته : يوه سړي هغه سورت چې په اول رکعت کې يي لوستلى وو ،سهوا يي په دويم رکعت کې هم هغه سورت ولوستل ،آيا په دې سره په لمانځه کې څه نقصان راځي اوکه نه ؟
ځواب : په دې سره په لمانځه کې هيڅ نقصان نه راځي ([1]).
[1] -لاباس ان يقرء سورة ويعيدها فى الثانية (درمختار) افاد انه يکره تنزيها وعليه يحمل جزم القنية بالکراهة ويحمله فعله عليه الصلوة والسلام لذلک على بيان الجواز هذا اذا لم يضطرفان اضطربان قرء فى الاولى قل اعوذبرب الناس اعدها فى الثانية ان لم يختم (ردالمحتار ،فصل فى القراء ج١ ص ٥١٠ ) .