د حديث يا خبر اقسام د سندونو د شمير له مخې (څلورمه برخه )

حديث د سندونو د شمير يا خلکو ته د رسيدو يا وصل په اعتبار په دوه ډوله دی متواتر او احاد .

۱- متواتر : متواتر په لغت کې پرله پسې ته وايي او په اصطلاح کې هغه دی چې د روايت په هره طبقه کې دومره ګڼ شمير خلکو روايت کړی وي ،کوم چې عادتاً دومره خلک په درواغو جمع کيدل ناشوني وي .

د متواتر حديث يا خبر شرطونه :

د پورتني تعريف څخه دا څرګنديږي چې متواتر د څلورو شرطونو په وجه مينځ ته راتلی شي او هغه دا دي :

الف : د ډيرو خلکو روايت کول .

ب: دا چې دا ډيروالی د سند په هره طبقه کې موجود وي .

ج: داچې عادتاً د دومره خلکو په درواغو توافق محال ګڼل کيږي .

د: دا چې د دوی د سند آخر امر محسوس سره تړلی وي مثلاً مونږ واوريدل او يا ومو ليدل او يا لمس مو کړل .

د متواتر حکم : د متواتر منل او تصديق واجبي دي او د هغه په روايت کې بحث ته ضرورت نشته يعنی د راويانو څيړنې ته يې ضرورت نشته .

د متواتر اقسام :

متواتر په دوه قسمه دی لفظي او معنوي :

الف) لفظي متواتر : هغه ته وايي چه لفظ او منعی په تواتر سره نقل وي لکه دا حديث (من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار ) څه د پاسه اويا صحابه کرامو نقل کړی دی .

ب) معنوي متواتر : هغه ته وايي چه يوازې معنی په تواتر سره نقل وي لکه د رفع اليدين او نورو په باره کې احاديثو چې الفاظ يې مختلف وي او مقصد او معنی يې مشرک وي او حد تواتر ته رسيدلې وي .

۲- احاد خبر :

احاد جمع د احد ده په معنی د واحد يعنې يو هغه روايت دی چې يوه شخص نقل کړی وي په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې د تواتر شرايط پکې موجود نه وي .

احاد حديث په دری قسمه دی : مشهور ،عزيز او غريب :

الف : مشهور حديث : مشهور لغتاً ښکاره او څرګند ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې په هره طبقه کې دريو يا زياتو راويانو نقل کړی وي .

مثال : “ان الله لايقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد …. “ (رواه بخاري ،مسلم ،ترمذې او احمد ) يعني الله پاک دغه علم د بندګانو د سينو څخه نه راوباسي لکن د علماؤ په وفات کولو سره يې له مينځه وړي .

ب: عزيز حديث : لغتاً لږ او نادر ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي : چې په هره طبقه کې د راويانو شميره له دوو څخه کمه شي عزيز بلل کيږي .

مثال د انس متفق عليه روايت او د ابوهريره چې بخاري په روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  “لايؤمن احدکم حتی اکون احب اليه من والده و ولده والناس اجمعين “ (رواه بخاري او مسلم ) .

دا روايت له انس څخه قتاده او عبدالعزيز بن صهيب نقل کړی دی او بيا د قتاده څخه شعبه او سعيد نقل کړی دی او بيا د ددغې هر يوه څخه ګڼو کسانو نقل کړی دی .

ج: غريب : په لغت کې جدا او بې کسه ته وايي او په اصطلاح کې هغه روايت چې يوازې يو راوي روايت کړی وي غريب بلل کيږي .

غريب حديث په دوو برخو ويشل شوی دی غريب مطلق او غريب نسبي .

– غريب مطلق : هغه دی چې يوه صحابي نقل کړی وي مثال : “انما الاعمال بالنيات “ دا حديث يوازې د عمر رضی الله عنه نه روايت شوی دی تر آخر د سند يو يو شخص روايت کړی دی او کله داسې هم کيږي چې له يو شخص يې ګڼ شمير کسان نقل کړي .

– غريب نسبي : هغه حديث دی چې په مينځ د سند کې يوازې راوي وي په اصل د سند کې راويان زيات وي ،مګر وروسته د دغه رواتو څخه نقل يو راوي وکړي مثال : حديث مالک عن الزهري عن انس ان النبي صلی الله عليه وسلم دخل مکة وعلی راسه المغفر (رواه بخاري ۱۷۴۹  ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مکې ته داخل شو پر سر يې د اوسپنې خولۍ وه . چې مالک په يوازې ځان له زهري څخه نقل کړی دی .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.