چې له مينځ څخه سورت وايي نو بسم الله ووايي که نه ،اوهمدارنګه په قنوت اوجنازه کې د دعاء په پيل کې دبسم الله د ويلو په هکله څه حکم دى
پوښته : کله چې يوسورت له مينځ څخه وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اوپه وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه کې چې کله درود يادعاء وايي نو بسم الله به وايي اوکه نه ؟
ځواب : کله چې يوسورت له مينځ څخه وايي ،بيا دې هم بسم الله ووايي ،اوپه وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو هم بسم الله ويلاى شي ،اودجنازي په لمانځه کې چې کله درود يادعاء وايي اوبسم الله يي په سر کې ووايي نو دلته هم څه خبره نشته([1]).
[1] – يعني په دې ټولو صورتونو کې که څه هم بسم الله لوستل سنت نه دي خو که چيرې يي ولولي نو ستونزه نشته ،(کمافى الشامى ج١ ص ٤٥٨ فى بيان مفسدات الصلوة ،قوله سمع اسم الله تعالى فق……. الخ ،لان نفس