په تراويح لمونځونو کې دې له يوې نيمې سپارې ډېر تلاوت ونه شي

ديني پوهان وايي چې د قران کريم حافظان بايد د تراويح په لمانځه کې د لمونځ کوونکو جسمي توان او د قران کريم د الفاظو د سم اداکولو حق ته په کتو سره له يوې نيمې سپارې ډېر قران تلاوت نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د قران کريم حافظان د روژې په مبارکه مياشت کې د تراويح په هر لمانځه کې له يوې تر پنځو او آن لسو سپارو قران کريم تلاوت کوي.
د تراويح په لمانځه کې ځينې قاريان داسې په چټکۍ قرائت کوي، چې ډېر لمونځ کوونکي يې په کلمو نه پوهېږي.
دوى ځکه په چټکۍ تلاوت کوي، چې وکولاى شي په کم وخت کې د تراويح په لمانځه کې قران کريم ختم کړي.
د کابل ښار د کمپنۍ سيمې يوه اوسېدونکي احمدخالد پژواک خبري اژانس ته وويل: تېره شپه يې زموږ په جومات کې د تراويح په ختم کې درې سپارې ولوستې، دومره په تېزۍ يې ولوستې چې زه نه پوهېدم، چې څه وايي.
خالد زياته کړه چې يو عمر خوړلي سړي، چې په دې لمانځه کې يې برخه لرله، ورته ويلي، تر هغه چې ختم نه وي خلاص شوى، دى د تراويح لمانځه ته نه راځي، ځکه چې توان يې نه لري.
د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد ډاکټر محمداياز نيازى وايي، چې قران کريم بايد په ترتيل سره په واضحه توګه ولوستل شي.
هغه زياتوي، چې امام يا هم حافظ د قران کريم د لوستونکي په توګه بايد قران کريم داسې تلاوت کړي، چې هم خپله قاري او هم لمونځ کوونکي يې په کلماتو وپوهېږي.
ده زياته کړه: ((کله چې قاري په محراب کې د الله تعالى په حضور کې قران کريم په داسې سرعت لولي، چې نه خپله پوهېږي، چې څه وايي او نه مقتدي پوهېږي، چې دى څه وايي، د شريعت له مخې مردود، ناسم، قطعاً ناروا او د قران په حق کې جفا ده.))
نيازي وويل، چې قران کريم خلک تفکر ته رابولي او دا هغه وخت ممکنه ده، چې قران کريم په واضحه توګه ولوستل شي، ترڅو هغه کسان چې د قران کريم په معنا پوهېږي، په اړه يې فکر وکړي.
ايازي وويل: ((که چېرې قران کريم په واضحه توګه او تجويد سره ولوستل شي، هغه کسان چې په معنا يې هم نه پوهېږي، له اورېدو يې خوند اخلي.))
د ده په وينا، د شريعت له مخې د يوې، درېيو او يا هم د لسو شپو ختمونه، چې قران کريم په کې په ډېره چټکۍ لوستل کېږي او خلک پرې نه پوهېږي، د شريعت له مخې ناسم کار دى.
ده په تراويح کې د دومره ډېر قران لوستل، چې د ځينو کمزورو کسانو د تراويح د پرېښودو لامل ګرځي، لويه ګناه وبلله.
نيازي د قران له ټولو حافظانو وغوښتل، چې د روژې په مياشت کې په ډېرې حوصلې سره د څه باندې يوې سپارې په لوستو سره په ٢٧ ورځو کې قران کريم ختم کړي، ترڅو قاري او لمونځ کوونکي د ثواب مستحق وګرځي.
د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد عبدالناصر نصرت وايي، د قران کريم د  تجويد او په سمه توګه تلاوت لپاره اړينه ده، چې هر حرف يې له خپل مخرج څخه ادا او په  لوستلو کې يې بيړه ونه شي.
دى وايي، چې په مقتديانو کې عمر خوړلي او کمزوري کسان شته، نو ځکه خو بايد د تراويح د هرې شپې په لمانځه کې تر دوو سپارو زيات قران کريم تلاوت نه شي، ترڅو مقتديان له ستونزو سره مخ نه شي.
په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو او تکيه خانو رييس عبدالمالک ضيايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد وزارت د پلان له مخې بايد د روژې په مياشت کې په ټولو جوماتونو کې د تراويح لمانځه په ختمونو کې قاريان له يوې سپارې ډېر قران کريم ونه لولي.
ضيايي د قران کريم په ختمونو کې له يوې سپارې ډېر لوستل د وزارت له کاري پروسيجر څخه تخلف وباله او ويې ويل، که چېرې قاريان له يوې سپارې ډېر ولولي، نو ياد وزارت به يې پرځاى نور قاريان وګوماري.
هغه وويل چې ټولو جوماتونو ته يې پلاوى لېږلى، ترڅو د تراويح او ختمونو د ګډونوالو د کره شمېرې د معلومولو ترڅنګ، په ختمونو کې د قاريانو له خوا د تلاوت شويو سپارو کچه هم معلومه کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې شاوخوا ٢٥٠٠ جوماتونه او تکيه خانې دي او تر ٩٠ سلنې ډېر د کابل نارينه اوسېدونکي د قران کريم په ختمونو او تراويحو کې برخه اخلي.
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.