پوښتنه می داده يهوديان ، نصرانيان ، مرتد ، زنديق ، منافق ، دهري ، اوملحد ، مجوسيان ، په باره کښی تفصیل که راته وکړې

اسلام علیکم زمونږټولوسلامونه ومنه
مونږدډنمارک نه هرېو اباسین صافې هیوادخان سمیرسافی او وروسته له سلام نه زمونږ
پوښتنه داده چی یهودې اونصراوواوکافرپه منځ کې فرق څه دې او مونږته کوم یو ډیر ظر رناک دې .ډېره بښنه غواړوکه زحت نه وې وسلام په احترام ښه وخت در ته غوړم دالله په امان.

{2}

د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مڼه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.

پوښتنه می داده
يهوديان ، نصرانيان ، مرتد ، زنديق ، منافق ، دهري ، اوملحد ، مجوسيان ،
په باره کښی تفصیل که راته وکړې

الف :يهوديان : يهوديان هغه خلک دى چې د حضرت موسى عليه السلام د دين پيروان اوپه خپله زمانه كې يې په تورات باندې عمل کاوه او بياچې حضرت عيسى عليه السلام مبعوث شو نو د هغه پيروي ورباندې واجبه شوه او اوس د دوى دين په محمدي شريعت باندې منسوخ شوي خو دوي اوس هم د خپل دين د پيروۍ ادعاکوي .

ب :نصرانيان : دوى هغه خلک دي چې د حضرت عيسى عليه السلام د دين پيروان او په انجيل باندې به يې عمل کاوه او اوس د دوى دين په اسلامي شريعت باندې منسوخ او د اسلام د سپيڅلي دين په پيروۍ باندې ماموردي خو دوى اوس هم د خپل دين د تعميل دعوه کوي [١]

يهوديان او نصرانيان دواړه د اسلام په دين كې د کتاب د خاوندانوپه نامه ياديږي او که دوى واقعاً په خپل اسماني دين عمل کوي او ترې منحرف بې دين او يامشرک شوي نه وي نو دوى د نوروکافرانوسره په ځينواحکامو كې توپيرلري لکه داچې مسلمانانوته د دوى د ښځونکاح کول او د دوى په لاس د ذبح شوي حلال حيوان د غوښې خوړل روا دي خو دا خبره د ډېرې ژورې پاملرنې وړده چې اوس زموږ په زمانه كې اهل د کتابود حضرت محمد 0 د مبارکې زمانې په پرتله ډېرزيات توپيرکړي اوتش په نامه اهل کتاب پاتې شوي زياتره يې داسې کسان دي چې نه په کوم اسماني کتاب قايل دي نه الله تعالى مني اونه يې استازي اونه مذهب لري نواوس د اهل کتابواطلاق پردوى نشي کيداى او په مذبوحواو ښځو يې هغه احکام نه مرتبيږي چې د حضرت محمد 0 په زمانه کښى مرتب کېدل نوپه موجوده زمانه كې له يهودؤاو نصراؤسره خوړل او څښل او بې ضرورته اختلاط او ګډون کول او د دوى د ښځوپه جال كې ځان بندول يوداسې خطرناک کاردى چې بايدځان ترې وساتل شي :

ج :صابيان : د صابيانوپه هکله اسلامي پوهان مختلف نظريات لري خو د ابن کثيرپه نزد د مجاهد قول غوره دي او هغه دا چې صابيان يوه داسې ډله ده چې کوم ټاکلى دين نه لري چې د هغه پيروي وکړي نودوى نه يهود، نه نصارى نه مجوس اونه مشرک دي او نه د کوم بل دين پيروان دي [٢]

د : مشرکان :مشرکان هغه خلک دي چې د الله تعالى سره په ذات ياصفاتو كې يې شريک نيسي .

هـ :مجوسيان : مجوسيان هغه خلک دي چې د اورعبادت کوي او مشرکان دي .

و : وثنيان : وثنيان هغومشرکانونه ويل كېږي چې د بتانو او مجسوعبادت کوي :

ز : مرتدان : مرتد هغه چاته ويل كېږي چې لومړي مسلمان وي او بيا د اسلام د سپيڅلي دين څخه په خپله خوښه د هوښيادۍ او بيدارۍ په حال كې ووځي او د کفرپه الفاظوتلفظ وکړي نوپرته د اسلام په کوم بل دين كې شامل شي او که نه مرتدورته ويل كېږي :

ح : زنديقان : زنديق هغه څوک دى چې د الله تعالى د وجود څخه منکروي يا يې د حکمت څخه منکروي اوياد الله تعالى سره په شريک باندې قايل وي خوخپله عقيده د خلکوڅخه پټه ساتي او په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي او د مسلمانانوپه جامه كې ځان پت ساتي زنديق که اصلا کافروي او له لومړي مسلمان او بياپه نوموړي توګه کافرشي دواړوته زنديق ويل كېږي [١]

ط :منافقان :منافق هغه چاته ويل كېږي چې په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي خوپه باطن كې د اسلام په حقانيت او د حضرت محمد 0 په نبوت باندې عقيده نه لري نو په زړه كې چې بله هره عقيده لري منافق ګڼل كېږي .

ى : دهريان :دهري هغه څوک دى چې د صانع مختارخداى جل جلاله څخه منکراو د اشياوو د وجود نسبت د هر[زمانې ]ته کوي او زمانه د څيزونوخالق ګڼي :

ک : ملحدان : محلد هغه څوک دي چې د اسلام د حق دين څخه يې د کفر د ډولونو څخه کوم يو ډول کفرته رجوع کړي وي هرډول کفرچې وي :

ل :اباحيان : اباحي هغه چاته ويل كېږي چې منصوصي حراموته حلال وا يې لکه چې خلک سره په شتمنيواو ناموس كې شريک ګڼي ،وا يې چې ټول خلک په مال ځمکه او ښځه كې شريکان دي :

د مرتد، زنديق ،منافق ،دهري ،اوملحد

ترمنځ توپيرپه دې ډول دي

ــ مرتد كې داشرط ده چې لومړي مسلمان او بيا ترې وګرځي د اسلام څخه پرته بلې هرې عقيدې ته چې وګرځي مرتددي :

ــ زنديق كې داشرط ده چې په خولې د اسلام مدعي او په زړه كې ترې منکروي اوخپل کفرپټ ساتي او د منافق سره يې فرق دا دى چې زنديق يا د الله تعالى يا يې د حکمت څخه منکراو ياورسره شريک نيسي او منافق كې دا ضرورنه ده بلکه کيداى شي منافق يهودي يانصراني وي خوپه ظاهر كې ځان مسلمان بولي :

ــ منافق كې داشرط ده چې په ظاهر كې د اسلام دعوه کوي او باطن كې پرې عقيده نه لري په بلې هرې عقيدې چې وي منافق ګڼل كېږي :

ــ دهري كې دا شرط ده چې د اشياوو د وجود نسبت مادي علتونواو زمانې ته کوي او د صانع مختارڅخه منکروي نو د ده کفريوځانګړى ډول کفردي :

ــ ملحد هرډول کافرته ويل كېږي ځکه چې يو څوک د حق دين څخه بلې هرې خوته چې وګرځي ملحدورته ويل كېږي چې د خداې جل جلاله څخه انکارکوي او که نه .خپل کفرپټوي او که نه او د اسلام په حقانيت اقرارکوي او که نه په هرحال كې ملحد ګڼل كېږي [١]

د نوموړوټول ډلواو د دوى په څير د نوروډلو خلک نامسلمانان او کافران دي او هريو يې ځانګړي احکام لري چې د دغه کوچني کتاب د زغم څخه بهردي :

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.