نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی

 {2}

سلام گرانه مفتی صاحب

یو سوال لرم هیله ده سی به مکمل او تحقیقاتی زواب راکری

  به طبی دول دری قسمه حمل اخیستل دی او دشزی او میره د یو زای کیدو سخه او 

دوهم دول داسی سی کله نرینه د سبرم په اره مشکر ولری نو بیا دهغه سبر داکتران دلابراتواری معاینی وروسته د سورنج یعنی بچکاری به واسطه دشزی رحم ته داخلیزی البته دنرینه مشکل اکثره دا وی سی دهغه سبرم ضعیف وی او د شزی درخم د قلوی محیط لرونکی وی نو سبرم مخکی له وخته مری 

او دریمه مروجه طبی طریقه دا چی دنرینه او شزینه سبرم او هگی دواره را اخلی او بیا یی په لابراتوارکی یو زای کوی او دو باره دغه مشبوع سوی سبر د شزی رحم ته داخلوی
  نو گرانه مفتی صاحب سی داس د بی اولادی مخه تر دیره نیولای کیدای سی او اهمد طبی طریقی اوس په پاکستان کی هم عملی کیدای سی

 ولی داسی اسلام په دی اره سه حکم لری ? که راته جواب راکری

 م اصف خیر خوا کابل افغانستان

{1}

یو کس دی اولاد یی نه کیږی ، پس له زیاته کوښښه اوس ډاکټران په دی نتیجه رسیدلی دی چی د داغه کس ( د ښځی د خپل خاوند ) نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی . یعنی خپل خاوند او ښځه دی خو صرف یی د خول د جماع د لاری نه دی بلکه د پیچکاری له لاری دی ، ایا دا کار شرعا روا دی که یا ؟ هیله ده په دی اړه راته جواب راکړی . الله عز و جل دی اجر عظیم درکړی- قاري
—————————-
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې اړه د معاصرې فتاوی علماء البلد الحرام څخه داسې پوښتنه شوې ده :
سوال : القاح يا تلقيح مصنوعي داسې چې د نارينه نطفه اخيستل کيږي د ډاکټر لخوا د مخصوصو لوازمو په وسليه د ښځې په رحم کې اچول کيږي څه حکم لري ؟
ځواب : تلقيح مصنوعي يعنې دا چې د نارينه مني اخيستل کيږي د پيچکارۍ او پايپ په وسيله د ښځې په رحم کې اچول کيږي زيات خطرناک دی . ددې څه تضمين شته چې ډاکټر د يو سړي نطفه د بلې ښځې په رحم کې واچوي ؟ نو زمونږ په نظر بايد ددې کار مخه ونيول شي او مونږ د هغه د جواز فتوای نشو ورکولای . مګر دا چې سړی ، ښځه او ډاکټر و پيږنو او زمونږ د پاره قضيه کا ملاً واضح کړ شي . او که ددې کار د پاره دروازه پرانيستل شي ددې ويره شته چې لوی شر او فساد ور څخه پيدا شي نو دا څه ساده مسئله نه ده که چيرې فريب او دوکه مينځته راشي نو نسلونه به سره کډ شي او دا کار په شريعت کې حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :لَا تُوطَأُ ذَاتِ حَمْلٍ حَتَّى تَضَعَ»[1]
« حامله ښځه څو پورې چې وضع حمل نشي په نکاح مه ورکوئ »
 بنا پر دې مونږ ددې کار فتوای نه ورکوو مګر دا چې يو خاصه قضيه وي چې ښځه ، سړی او ډاکټر و پيږنو .
 فتاوی علماء البدالحرام – لقاءات الباب المفتوح (س 921)
رښتيا هم چې په ننيو حالاتو کې خطرناکه مسئله ده .
دا چې د خاوند نه بغير د بل کس نطفه د ښځې په رحم کې اچوي په اتفاق د ټولو فقهاؤ حرام دی ، که اسلامې حکومت موجود وي ، په نومړی مسئله کې رجم نشته خو عامل او ډاکتر ته به تعزيري جزا ور کول کيږي .
دا چې د ضرورت له مخې د ډاکټر لخوا د خاوند نطفه د خپلې ښځې په رحم کې واچول شي ، په دې مسئله کې ننيو حالاتو ته په کتو سره سقوط اختياروو
 ( مونږ ته علم نشته ) 
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود

[1]  احمد (3/87،62،28) او ابوداود (2157) او دارقطنی4/112(34) او دارمی (2295)
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.