مرګ خلكو ته اعلان كوي خبردارى وركوي

الحمدلله العلى ، الاعلى ، الولي المولى ، الذى خلق فاحياء ، وحكم على خلقه باالموت والفناء ، والبعث الى دارالجزاء ، والفصل والقضاء ، والصلوة والسلام على محمد خيرالورى ، وقال الله تعالى .

 

اما بعد 

فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم 

  بسم الله الرحمن الرحيم

  كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ 

(۱) 

زما عزتمندو مسلمانانو وروڼو مشرانو او كشرانو ! كوم آيت كريمه چې ما ستاسو په حضور كې تلاوت كه رب ذوالجلال فرمايي : هر نفس به د مرګ ذائقه څكي .

دا ذائقه به يا خوږه وي يا به ترخه وي ، كچېرته دا كس نيك وي ، او ټوله زندګى د الله رب العزت د قوانينو مطابق تېره كړي وي ، نو دا كس به د مرګ د پيالې ذائقه خوږه محسوس كوي ، او كچېرته دې كس خپله زندګى په غفلت كې تېره كړي وي ، فسق كړى وي ، فجر كړي وي ، ګناهونه كړي وي ، نو دا كس به د مرګ ذائقه ترخه محسوس كوي ، دې كس زړه وي او كه نه وي نو ضرور به دا ذائقه ګوري .

د مرګ خبردارى

ولې مرګ خلكو ته اعلان كوي خبردارى وركوي .

] انا لموت الذي افرق بين البنات والامهات [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د لورګانو او د مورګانو .

] انا لموت الذي افرق بين الاح والاخوات [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم  په مابين د وروڼو او د خورګانو كې .

] انا لموت الذي افرق بين كل حبيب [ زه هغه مرګ يم  چې جدايى راولم په مابين د ټولو دوستانو كې .

] انا لموت الذي افرق بين الزوج والزوجة [ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د خاوند او د ښځې كې .

] انا لموت الذي اخرب الديار والقصور [ زه هغه مرګ يم چې ورانوم كورونه او قصرونه .

] انا لموت الذي اعمر القبور [ زه هغه مرګ يم چې قبرونه آبادوم .

] انا لموت الذي اطلبكم واد رككم في بروج مشيده ولايبقى مخلوق الا يذقنى [ زه هغه مرګ يم چې زه تاسو تلاش كوم تاسو په مظبوطو قلاګانو كې او هيڅوك د مخلوق نه به نه پاتې كېږي مګر زما ذائقه به څكئ .

مسلمانانو مرګ مونږ ته اعلان كوي ، بيا هم مونږ د ګناهونه ځان نه بچ كوو ، او نه مونږ ته وېره راځي ، دنيا باندې نازونه كوو ، مال باندې نازونه كوو ، اولاد باندې نازونه كوو ، كور باندې نازونه كوو .

مسلمانانو دنيا خو زمونږ وطن اصلي نه ده ، وطن اقامت ده ، وطن اصلي خو زمونږ جنت ده ، دلته خو زمونږ د مسافرو په شان عمر تېروو ، لږ وخت لپاره به مونږ دلته اوسېږو وينې دا سفر هر وخت لپاره جاري وي .

كه مونږ ولاړ يو او كه ناست يو ، كه ويده يو كه ويښ يو ، كه زمونږ احساس وي او كه نه وي ، كه ګرمي وي كه يخني وي ، كه بهار وي او كه خزان وي ، وطن وي او كه غير وطن ، روزانه دا سفرونه وي ، مونږ روزانه مرګ ته نږدې كېږو .

افسوس ده ! د انسان هغه اوږده اميدو ته چې جوړ كړي يې دي او مرګ ورته نږدې ولاړ ده اوورته خاندي چى انسانه ستاپه عقل، ستا په فكر ، ستا په سوچ داسې پرده ده چې زه مرګ مو بلكل هېر كړى يم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.