محرم الحرام دماتم
او
غم میاشت نه، بلکه د شکر ویستلو میاشت ده
لیکوال: درښتني لاري لاروی
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته ولاړ، نو یهود يې ولیدل چي د عاشورا په ورځ يي روژې نیولي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی څخه وپوښتل : تاسي ولي په دې ورځ روژه نیولې ده؟ هغوی په ځواب کې وویل: دا هغه غوره ورځ ده، چي الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه قوم ته په دې ورځ نجات ورکړ،فرعون او د هغه قوم يې غرق کړ او په همدې ورځ موسی علیه السلام روژه نیولي وه څو د الله جل جلا له شکرګزاري وکړي ، له همدې امله مونږ هم روژې نیسو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: مونږه له تاسي څخه په موسی باندي ډېر حق لرو او له تاسي څخه موسی ته نژدې یو. نو له همدي امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ روژه ونیوله او نورو ته يې هم امر وکړ چي به دې ورځ روژه ونیسي. (حدیث متفق علیه) امام احمد هم همدا حدیث د ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی او په مخکني حدیث کې يي دا ټکي زیات کړي دي [او دا همغه ورځ ده چي د نوح علیه السلام کښتۍ دجودي په غره ودرېدلې وه او نوح علیه السلام په دې ورځ روژه ونیوله څو يې د الله شکر پرځای کړی وي]