له ترتيب څخه خلاف دقرائت څه حکم دى؟
پوښته : په قراءت کې د(الم نشرح ) وړاندې کول اود (والضحى ) وروسته کول روا دى اوکه نه ،اوکه چيرې سهوا داسې وکړي نو سجده سهوه شته اوکه نه ؟
ځواب : قصدا دې د (الم نشرح ) وړاندې والى اود( والضحى ) وروسته والى نه کوي اود هيرې په حالت کې سجده سهوه نشته ( فى الدرالمختار ،
_____________________________________
ويکره الفصل بسورة قصيرة وان يقرء منکوسا ،قال الشامي لان ترتيب السور فى القراءة من واجبات الصلوة (الى ان قال ) انما يکره اذا کان عن قصد فلو سهوا فلا ( شامى ج١ ص ٥١٠ ،فصل فى القراءة ،جميل الرحمن ) .