قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت

قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ

قيا م الليل يا تهجد

   فضيلت او اهميت

   د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې زموږ مالک او رب تبارک وتعالی هره شپه کله چې دریمه حصه د شپی پاته سی نو د دنیا و آسمان ته نازلیږی او فرمایی : څوک دی چې زما څخه دوعا وغواړی او زه د هغه دوعا قبوله کړم څوک دی چې زما څخه شی وغواړی او زه یی ورکړم ، څوک دی چې زما څخه مغفرت وغواړی او زه هغه ته مغفرت وکړم . —  (صحیح بخاری ومسلم  معارف الحدیث) .

 تنبيه

      د تهجد لمونځ هرڅو رکعته چې کولی سی هغومره وکړه په یوه روایت کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لس رکعته لمونځ د تهجد کوی ، د تهجد د لمانځه ډېر فضائل په قرآن او حدیث کې راغلی ، د اختصار په وجه مو هغه ترک کړل . الله تعالی دی موږ ته د تهجد د لمانځه توفیق راکړی .

د اشراق لمونځ

   په یوه حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ؛ چې کوم سړی د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی او بیا تر لمر راختو پوری هلته کښینی او د الله تعالی ذکر یی کوی بیا یی دوه رکعته اشراق وکړی نو ده ته د یوه حج او عمری په اندازه ثواب ورکول کیږی د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمری . —   ( حص حصین) .

   دغه رنګه نور فضائل هم په احادیثو کې راغلی دی .

 د څاښت لمونځ

      د حضرت  أنس ابن مالک رض څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چې څوک دولس رکعاته د څاښت لمونځ وکړی نو الله تعالی د ده لپاره په جنت کې بنګله (کوټۍ) جوړ وی . —   (ابن ماجه والترمذی) .

 نور فضائل یی هم راغلی دی په بل حدیث قدسی کې بیا راغلی دی که څوک د ورځی په شروع کې څلور رکعته لمونځ وکړی نو د ورځی ترآخره پوری ستا لپاره کافی دی .

د ماښام ترلمانځه وروسته

      رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :   څوک چې  دماښام ترلمانځه وروسته شپږ رکعاته لمونځ وکړی نو د ده ګناوی بخښل کیږی که څه هم د دریاب د ځګ په اندازه وی ، —  (معارف الحدیث معجم الطبرانی ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.