قرباني بايد څرنګه وشي؟

قرباني بايد څرنګه وشي؟

ليکنه : مفتي مبشراحمد ( رباني ) حفظه الله
ژباړه: مفتي ابوخالدلائق ا حمدغزنوي

غوره دا ده چې انسان په خپل لاس سره قرباني وکړي، که بل څوک د ده په ځاي ذبيحه ( حلالول ) وکړي نو دا هم جائز ده.

اوښ دي په ولاړه په داسي طريقه حلال کړي چې يوه پښه ېي تړل شوي وي او د مرۍ په بيخ کي دي په نيزه او يا بل داسي تېره څېز ووهل شي تر دي پوري چې ټوله وينه ورڅخه ووځي، د قرباني نور حيوانات دي څملول شي په څټ دي ورته پښه کېښودل شي په تېره چاړه تېرولو سره دي ورباندي  بسم الله الله اکبر ووايې او حلال دي کړل شي.[ مسلم ١٣\١٢٠ ].

رخصتونه :

(١) د ټول کور له طرفه يو حيوان قرباني کول کفايت کوي.

[ صحيح ترمذي ٢\٩٠ ] .

(٢) د قرباني غوښه په غريبانو او مسکينانو باندي خيراتولى شئ، دوستانو، يارانو او خپل خپلوانو ته ېي تحفه هم ورکولي شئ او په خپله هم چې څومره ورته ضرورت لرئ خوړلى شئ، الله تعالي فرماېي :

(( فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ)).[ الحج: ٣٦ ].

نو تاسي ددي غوښو څخه خوراک وکړئ او په نه غوښتونکو او غوښتونکو ( دواړو )يې ( هم ) وخورئ .

(٣) که ېي د يو څو ورځو لپاره ساتئ نو ساتلى ېي  شئ ، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: « كُلُوا وَادَّخِرُوا وَتَصَدَّقُوا ». أَخْرَجَهُ مُسْلِمٌ في صحيحه ١٣\١٣١ ].

و ېي خورئ ،وې ساتئ او خيرات ېي کړئ .

(٤) ښځه هم ذبحه کولى شي [ بخاري سره د فتح الباري ].

(٥) وړي انجلۍ د اختر په ورځ جهادي سندري يا هغه شعرونه چې په هغو کي د فحاشي او بي حياېي خبري نه وي ددريا ( تنبل ) نه بغير يا ددريا ( تنبل ) سره سره ويلى شي .[ متفق عليه، د مشکواة په حواله ١٢٦].

(٦) د اختر په ورځ جنګي او حربي لوبي اوتاکتېکونه کول او هغو ته کتل په سنت کي ثابت دي :(( بخاري سره د فتح الباري٢\٥١٠ )).

[ مجلة الدعوه، اپريل، ١٩٩٧].

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.