دښځوزیارتونوته تلل دشرعت له نظره

سوال :-دی ښـــــځوزیارتونه ته تلل جائزدی اوکنه اودحضرت عایشې (رض) دی خپل ورور عبدالرحـمن زیارت کول په جـوازدلیـــل ګرزول صـــحیح دی اوکه نه ؟
ځواب :-دی ښــــځوزیـــارتونوته په تللودحضرت عایـشی (رض) دخپل ورور عبدالرحمن دلیل ګرزول صحــــــیح نـــدی ځکه چی په هغه وخت کی دښځو جماعتونوتــه تــلل جائزوومـــګر اوس عـــصرکی دښځوجماعتونوته تــــلل نـــاجـــائـــزدی اوپه خپله دحـــضرت عایـــشی (رض) له دی قول نه لوشهدتک مارزتک نه معلومیږی چی اجازت نشـــــته له دینه عـــلاوه بــعضی عـلماهم
فرمايي چی اجازت نشته دهغـــه حــدیث له مخی چی حضرت نبی ﷺفرمــايي
لعن الله زورات القبور یعـــنی لعـــنت کــړی الله تـــعالی ﷻ په هـــغوښځوچی دقـــــبرونوزیارتونه کـوی که څـــه هـــم بعضی نورعلماجوازورکوی اووايي چی داحدیث تراجازت مخته ووبیــامنسوخ شـــو خــو په دی شرط اجـــازت ورکوی چی له فتنی نه بــه په امن وی چونـــکی نن زمان دښـــځولـــه کــور نه وتل اوزیازتونوکول له فتنی نه په امن نه دی لهــذاډیـــــرعلماپه دی متفیق دی چــی ښــــځو لره اجازت نشته دی فقهاوواقوال په دی مســـــئله کـــی په لانــدی ډول دی فـتح الباری لیکی فقیل دخلن فـی عموم لاذن وهـوقـول الاکــثرومــحــله اذاامـــــنت الفتنة – فتح الباری شرح بخاری ج ۳ص ۱۴۸ اوهمدارنګه حضرت امام نووی (رح) لیکی
وهل تکره للنسأوجهــــــــان قـــطع الاکثــــــــــــــــــــــــــرون با لکراهة ومنهم مــــــــــــــــن قال لایکره اداامنت الفتـنه حاشیــه مشـــــکوة ص ۱۵۴ ایـاښـځولـره زیـارت کول مکروه دی په کښی دوه مــذهبـه دی داکـثروعلماو و فیصـــله ده چـــی مـکروه دی اوبعــضی علماوايي چی نـــدی مـکروه که چیری له فتـــنې نه پـــه امـــن وی
علامه شامې (رح) په دی هکله داسی لیکې
وقال خیرالرملی ان کــان ذالک لتجدیدالحذن ولبـکأوالــندب علی ماجرت عادتهــــــــن فــــــلا تجـوز وان کان للاعتباروالـــتر حم من غــــیربـــــکأوالتـــــــــبرک بزیارت القبــــــــور الصــــالحین فلابأس اذاکن عجـــــائز ویکره اذاکــــــــــن شواب کــــــــحـضور الجـماعـــــــــــت فــــــــــــــــــــــــــــی المســــــــاجد وهوتوفیق حسن ردمحتار ج ۱ص ۱۶۵ خیررملی ویـلی چی کـــــه چیری زیارت کول دغم تازه کولواوزړاافسوس لپاره وی کوم چی دښځوعادت ده بیاجائــــــز نده اوکه لپاره دعبرت اوتبـرک اوترحم حاصلولو په قـــبرودنیـــــکانـووی بی له ژړابیاجائـــــزده خوکــه زړی ښـــځی وی اودځوانوښــځولپاه ر زیــــارت کـــــــول مـــکروه دی لــــکه حـــــــاضریدل ددوی مسـجدوته لپاره دجمعې علامه شامی فرمايي داښه فیصله اومتابقــــت ده پــه مابین دمذهبینوکې البته په اوسنی عصرکی دنه جوازمـذهب راجــح ښـــکاری لکه دی پــاک او هنددعلماوو فیصله هم په اوس زمانه کـــی پــه عــــدم جواز ده لکه حضرت قاضی ثنأالله پانی پتـــی لیـــکی زیـــارت قبـــورمـــردان راجائزاست نه زنان مالابدمنه ص ۸۷ یعنـــــی ســـــړولـــره زیـــارت کـــول جـائـــزدی نــــه ښــــــځولــــــره اوهمدارنـــــګه عمدة القاری شرح بخاری دیواوږدبحـث نه وروسته لــیکې
وحاصل الکلام ان زیارت القبورمــــکروهة للنسأبل حـــرام فی هذاه الزمان ولاسیــماًنـــــسا‌ءمصــــرلان خروجـــهن عـــلی وجـــه فــــیه الفــــسادو الــــفتنه عمدةالقاری ج ۸ ص ۱۰۱ خلاصه دبحث داشوه چی نن زمان زیارتوته دتللو اجازت صرف زړوښځولره شته خوپه دی شرط چی خلاف شــرع اعـــــمال به هلته نکوی لکه ژړاکول طواف کول (یعنی تـرزیازت راګرځیــــدل ) خاوری خوړل میخونه ټکوهل زانګووی اچول وغیــــره اوکه داخـــلاف شرع اعمال کوی بیا زړوښځولره هم اجـــازت نشته
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.