پوښتنه : ( ١٠٣٦) دنابالغ زيد واده دهغه مور اوپلار ورته وکړ کله چې دزيدعمر پنځه ويشت کاله شو نودهغه ښځې ته څرګنده شوه چې دى په يومخنيره توکه نامرد دى په ښځه باندې قدرت نشي موندلاى اوډاکتر زيد ته داسې وويل چې ته نه جوړيږي همداوو چې زيدخپلې ښځې ته طلاق ورکړ نواوس دزيدپه ښځه دطلاق عدت شته اوکه نه ؟
ځوا ب : ظاهرا داسې معلوميږي چې دزيدله خپلې ښځې سره خلوت هر ومروشوې دى اکر که صحبت نه دى شوې نوکه خلوت شوې وي دهغه په ښځه له طلاقه وروسته عدت تيرول واجب دى عدت يي درې حيضه دي اوله عدت څخه وروسته دويمه نکاح کولا ى شي (1)
(1) والخلوة بلا مرض احدهما الخ کالوطى ولو مجنونااوعنينا اوخصيا وتجب العدة فيها اى تجب العدة على المطلقة بعد الخلوة احتياطا البحرالرائق باب المهر ( ج ٣ ص ١٥٥ ط ص