دامام دسلام ګرځولو په وخت چه مقتدي دعاء پوره نه كړي شي نوڅه بايد وكړي ؟

سوال :دامام سلام ګرځولوپه وختچه د مقتدي څه دعاءپاتې وي نوسمدستي به دامام سره سلام ګرځوي اوكه دختمولو نه وروسته به سلام  ګرځوي ؟ 

جواب:په دې صورت كښې دي مقتدي له امام سره سلام وګرځوي (2).  كه لږه دعاء پاتې وي ،اوهغه زرپوره كړي اولږ وروسته سلام وګرځوي نوپه  دې كښې هم څه خبره نشته ده (1).

(1)  ولوسلم (الامام) والموتم فى ادعية التشهد تابعه لانها سنة  والناس عنه غافلون (الدرالمختار) قوله فى ادعية التشهد يشمل الصلوة على النبي r (ردالمحتار ،باب صفة الصلوة فصل اراد الشروع  ج۱ ص ۴۶۳ ).ظفير

(2)  ولوسلم  والموتم فى ادعية التشهدتابعه لانها سنة والناس عنه غافلون (الدرالمختار على هامش ردالمحتار،باب صفة الصلوة فصل بعد مطلب فى اطاعة ركوع للجائى  ص ۴۲۳ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.