د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟

 محترم هډاوال صا حب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه
یوپوشتنه لرم هغه داچی دکا فری ښځی سره خوصوصا په افغانستان کی چی په زور

? را غلی دی زنا څه حکم لری
که دنا رینه تنا سلی اله خپله ښځه وڅټی څه حکم لری
که دری وروڼه وی دوه اعیانی اویوعلاتی له اعیانیو څخه یو میراٍث کیژی ایا علاتی ورورته یی میراث رسیژی او که نه

SaidRahman(Hashimi)
Field Monitor Officer
MRRD/UNDP/ NABDP/ URZ

{2}

 كه چيري يو مسلمان متاهل نارينه په يو كفري مملكت كه وي او يوازي هم وي او له يوي كافري سره د پيسو وركولو بدل سره زنا كوي د اسلام له نظره يې حکم څه دی ؟

 

صادق

 

ځواب

 

بسم الله الرحمن الرحيم  

 

د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟

 

زنا سخته عظيمه ګناه ده .

 

الله تعالی فرمايي : وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلا  (الاسراء ۳۲ ) .

 

مه نزدې کيږی زنا ته چې دا بې حيايي ده او نا کاره لاره ده .

 

وقال تعالى : ( وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68) يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا(69)

 

او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

 

عَنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم : أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ». قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ». قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». (بخارى:4477)

 

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : له نبی کريم صلی الله عليه وسلم مې پوښتنه وکړه : د الله تعالی په نزد کومه ګناه لويه ده ؟ ويې فرمايل : له الله تعالی سره شريک پيدا کول حال دا چې ته يې پيدا کړی يئ . ومې ويل دا لويه ګناه ده ددې وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د لوږې او فقر له ويرې د خپلو بچيانو وژل . ومې پوښتل وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د ګاونډې له ښځې سره زنا کول .

 

زنا يو فاحش او سپک عمل دی هغه که هر چيرې او له هر چا سره وي

 

په اسلام کې د زنا سزا سل دورې دي او هغه چې واده شوی وي سزا يې رجم دی

 

مګر په دارالحرب کې د زنا حد نشي جايري کيدای کما فی درالمختار فی دارالاسلام لانه لاحد بالزنا فی دارالحرب .

 

نو په کفري ملک د زنا د سزا حد نشي جايري کيدای . نو کلکه توبه ايستل پکار دي .

 

وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (71) سورة الفرقان .

 

او څوک چې توبه وکړي او نيک عمل وکړي نو هغه بيرته ستنيږي د الله طرف ته په ستنيدو سره .

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : التائب من الذنب کمن لا ذنب له (مشکوة باب الاستغفار والتوبه )

 

يعنی د ګناه څخه توبه کونکي داسې دی چې هغه ګناه بالکل کړی نه وي .

آن لاين اسلامې لارښود

دمیرا ث په سوال مو پوها نه شوم .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.