په پیل کی تاسوټولو ښاغلو ته دزړه له کومی دخوږ نبی (ص خوږه ډالی وړاندی کوم او وایم چی السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
قدرمنو زه یوه پوښتنه لرم پوښتنه می په دی توګه ده:
زه یوڅه موده مخکی له یوی داسی ښځی سره اشناشوم چی خپله دژوند کیسه یی داسی راته واوروله
داښځه تقریبا د 35 کالو شاوخواده او 5 ماشومان لری او په یوه دولتی اداره کی دنده لری کله چی ماسره په روغتون کی مخامخ شوه نو یو له بل سره اشناشو نو ماته یی د ملګرتیا وړاندیز وکړ او راته یی وویل چی په ډیرو ستونزو کی یم او له ماسره مرسته وکړه ما هم تر دی دمه ورسره مرسته کړی هرڅومره می چی په وس کی وه، ځینی وختونه هغه نقدوپیسو ته ضرورت پیداکوی نو هغه ماته وایی چی پیسی می پکار دی او زمونږ په کورنی کی زمونږ پلارمونږ ته ددی اجازه نده راکړی چی مونږ خپل په سر له چاسره مرسته وکړو ایا زه دخپل د پلار له اجازی پرته له دی سره څه نقدی مرسته کولای شم او کنه؟ او دوهمه پوښتنه می داده چی ددی ښځی میړه یو چرسی دی هیڅ کوم کاراوبارنه کوی او د ښځی هیڅ حق نشی اداکولای او دی ښځی له ماغوښتنه وکړه چی له هغی سره یوځای شم یانی زه ورسره کوروالی وکړم ستاسو راته څه مشوره ده؟
زه ستاسی دځواب په تمه پاتی کیږم او الله موتل سرلوړی او په خپل امن کی لره، ستاسو له هلو ځلو یوه نړی مننه او الله دی اجر عظیم درته نصیب کړی
ستاسی ورور
احمد س.ر له کابله