د وروڼو په موجوديت كې مور نكاح نه شى تړلاى

پوښتنه : يوه جينئ چې د هغې عمر ديارلس كاله دى او د هغې دوه بالغان وروڼه موجود دي ددې نكاح بې د رضا د وروڼو نه مور تړلي دا نكاح جائز ده كه نه ؟ او دا جينئ بالغه ده او كه نه ؟

ځواب : په دې صورت كې مور چې كومه نكاح بې اجازته د وروڼو كړيده دا د وروڼو په اجازت موقوف ده كه دوى كې يو كس هم د نكاح اجازت وركړو او دا نكاح يې جائز او ګرځوله نو صحيح شوه او كه نه يو هم اجازت ورنه كړو انكار ترې وكړي نو نكاح باطله شوله هكذا فى كتاب الفقه (۱) ( ديارلسو كالو جينئ چې نښې د بلوغ نه وي نو دا نابالغه ده

(۱)  فلوزوج الا بعد حال قيام الاقرب توقف على اجازته ( الدر المختار على هامش رد المختار باب الولى ج ۲ ص ۴۳۲ ط س ج ۳ ص ۸۱ . ۱۲ )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.