نن ورځ چه کوم هوايي ديش آنتن د خلکو په مينځ کې رواج لري دغه آنتن د کفارو ستر تبليغاتي وسايل بلل کيږي چه ددې آنتنو له لارې خلک بې دينی ته دعوتوي ،د ښځو بې شرمه تصويرونه ، د شرابخوری مجالس ، کډاوې او رقصونه او څه بې دينې او بې شرمۍ چه په کفري ټولنو کې شتون لري نشريږي .
پدې کې شک نشته چې کفري ممالک په دې هڅه کې دي چې په هره ممکنه لاره چه وي د مسلمانانو عقدې،اخلاقو،ادب،امنيت او اقتصاد ته ضربه وارده کړي .
هغوی غواړی چه له دې لارې خپلو ناوليو اهدافو ته ځان ورسوي .
ممکن دا کانالونه د خپلو فاسدو خپرونو تر څنګ ځنې ګټور پروګرامونه هم ولري خو هغه ددې د پاره دي تر څو خلک ورباندې وغولوي . خو مؤمنان بايد کفري او شيطاني دسيسو ته هوښيار وي او د هغوی په دوکو تير نه وځي .
د هوايي آنتنو او نورو شيطاني ورکشاپونو له لارې فلمونه ،سريالونه او نور فاسد نشرات حرام دي او دا فاسد نشرات د منکراتو او کبيره ګناهونو يو لويه مجموعه ده چې هغه ټول په اسلامې شریعت کې په واضحو دلايلو حرام کړ شوی دي لکه :
د ښځو شکل د سړی په شان او دسړی د ښځی په شان بدلول سخته ګناه ده په حديث په داسې عمل لعنت ويل شوی (لعن الله المتشبهين من الرجال بالنسآء ومن النسآء بالرجال ) ،
.۳- اختلاط بالنسآء حرام يو مستقله ګناه ده ،
.۴- اکثره په دې تماشو کې د تصوير په ډول جوړ شوی وي چې تصوير جوړول او استعمالول يې حرام دي ،
.۵- پدی کې بې شرمۍ او فحاشت ته دعوت کول ،بې شرمه او فاحش څيرې پکې وي چې د اخلاقي زوال سبب ګرځي ،
.۶- په دې کې د واقعت خلاف کارونه تر سره کيږي چې هغه واقعت نه لري يو کس ته داسې څه منسوبول چې حقيقت نه لري چې دا بهتان دی او بهتان کبيره ګناه ده ،
.۷- نامحرمو ته نظر کول هغه هم د عشق بازۍ او شهوت رانۍ لپاره چې سخته ګناه ده،
۸- د فلمونو په ځنو ځايونو کې مسخری او توهين وي چې د چا توهين هم حرام دی .
لنډه داچې د نن زماني فلمونه ،سينما او سيريالونه چې بې شرمه او فاحش تبليعات تر سره کوي د کبره ګناهونه يوه لويه مجموعه ده چې مسلمان بايد ځان ور څخه وساتي .