شاه وزیر کاکړ
}1{
سلام زما پوښتنه دا ده چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت – حکيم الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نيکټايې په اړه د نړې د معاصرو فقهاؤ راجح قول دا دی چې د نيکتايي اچول د مسلمان د پاره جايز نه دي ځکه نيکټايي د کافرانو خاص نښان او لباس دی او خاص کافرانو ته مخصوص دی ، مسلمان بايد د کافر هم مثله ځان جوړ نه کړي بلکې د کافر سره په صورت او سيرت کې فرق ولري .
نيکټايي اصلاً د کفارو خاص لباس او نښان ؤ چې وروسته په ضعيفو مسلمانانو کې رواج شو ، له بده مرغه په ننی عصر کې په مسلمانانو کې د کفارو تقليد مخ پر زياتيدو دی کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!»
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
موقع اسلام السوال و جواب لیکی : نيکټايي د کفارو خاص لباس او خصلت دی مسلمان به د کفارو داسې لباس نه اغوندې چې هغه د کفارو خاص خلصت وي ، مسلمان به تر خپله وسه د هغه له اغوستلو ځان ساتي خو فرضاً که هغه ته مجبور شو نو بيا باک نه لري ان شآء الله )اسلام سوال وجواب ( .
الشبکة اسلامية : ليکي : په غرب کې اصلاً نيکټايي اغوستل يو رمز دی د ميړه اطاعت له خپلې ښځې څخه او دا لباس کافرانو ته خاص دی او ددې لباس اغوستل د کفارو سره په مشابهت يا تشبه کې دا خليږي کوم چې په اړه يې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي ) و من تشبه بقوم فهو منهم ( رواه احمد و ابوداود . ) الشبکة اسلامية ( .
مسلمانانو ته مو دا پيغام دی :چې د مسلمان د پاره مناسبه نه دی چې په اسلام باور ولري او بيا په غاړه کې د کفارو نښان واچوي .
ځنو خصوصي مکاتبو ته مو دا پيغام دی چې زمونږ معصومو اطفالو او ماشومانو ته د کفر نښان په غاړه کې مه وراچوﺉ او هغوی په دې ناولي لباس مه بدرنګوي .
آن لاين اسلامې لارښود
الجواب حامداومصلیا وبعد: محترم وروره دټایې اوپتلون په هکله دعلماؤاختلاف ده ځیني علماء وایې چې ټایې دعیسایانو مذهبي شعاردی لمړی به عیسایانو دصلیب نښان په غاړه کول اوس دهغه په ځای متبادل ټایې اچوي چې په حقیقة کې دصلیب دنښان په څیرګڼل کیږي ، لکه احسن الفتاوی ۳\۴۲۹ مخ کې راغلي چې دادنامسلمانومذهبي شعاردی اوله داسې لباس سره لمونځ مکروه تحریمي دی . مترجما وملخصا
اوځیني نورعلماء بیاوایې چې تراوسه نه ده ثابته شوي چې دادعیسایانومذهبي شعاردی لکه په تقریرترمذي ۲\۳۳۲ کې علامه تقي عثماني صاحب لیکې چې دپوره تلاش اومطالعي وروسته مي بیاهم ددي ماخذ اودلیل ونه موندل چې ټایې دصلیب نښان ثابته کړي ،دلباس اوجاموپه اړه چې څومره کتابونه لیکل شوي دي بیاهم دټایې په اړه مې کوم مضمون ترنظرنه دی تیرشوی نوترڅوچې یې حقیقت پوره واضح نشې زه یې دنصاراؤ مذهبي شعار په وجه دحرمت له حکم څخه ډډه کوم الخ مترجما وملخصا .
په هرصورت دایوه ښکاره خبره ده چې ټایې دیوه مسلمان قوم لباس نه ده ،خوکه دعیسایانومذهبي شعارشې نوپه غاړه کول یې حرام دي پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایې : من تشبه بقوم فهومنهم الحدیث مشکوة ص\۳۷۵ ژباړه ځوک چې دیوه [نامسلمان ]قوم سره ځان ورته کوي نوداتن په هغوئ کې ګڼل کیږي :
په یوه بل حدیث کې راځې : چې الله تعالی یوه پیغمبرته وحی وکړه چې خپل قوم ته ووایه چې زماددښمن داوسیدوسیمي ته به نه ورځئ ،زماددښمن دلباس اوجاموپه څیربه جامي نه په غاړه کوئ اوزماددښمن په سوارلیوبه نه سوریږئ ، اونه به دهغوئ په ډول خوراک کوئ اوکه مودهغوئ په ډول داکارونه وکړل نوتاسوبه هم ددوئ په څیززموږ دښمنان شئ . الزواجر عن اقتراف الکبائر لابي بکرالهیثمي رحمه الله ص۱\۱۱ فتاوی الرحیمیه ۱۰\۳۳۱
اوکه یې مذهبي شعارنشې نوبیاهم دسخت ضرورت اواړتیاپرته یې اغوستل مناسب نه دي ،ځکه مسلمان بایددمسلمانانولباس استعمال کړي ، دمسلمانانو لباس سره له دي چې دانسان دوقار اوعزت ساتونکی دی دنړۍ دهر قوم دلباس نه غوره اومعقول لباس هم دی چې په دي باندي دنامسلمانوقومونوهم اعتراف دی .
في فتاوی الملتقط ص\۲۴۵ لووضع علی راسه قلنسوة المجوسې یکفر الخ ومثله في الهندیه وتتارخانیه وغیرها
وفي الزواجر ۱\ ۱۱ وفتاوی الرحیمیه۱۰\۳۳۱ اوحی الله الی نبی من الانبیاء ان قل لقومک لایدخل مدخل اعدائې ولایلبس ملابس اعدائې ولایرکب مراکب اعدائی ولایطعم مطاعم اعدائې فیکون اعدائې کماهم اعدائې .
هډوال صاحب ډیره مننه کوم له تاسی نه چی د ټولنی د اصلاح او خدمت لپاره مو رادانګلی او اسلام ته لوی خدمت کوی
هډوال صاحب زه یوه پوشتنه لرم هیله ده چی جواب به راته راکړی
پوښتنه داده
نیکټایی د اسلام له نظره څنګه ده او څه حکم لری روا ده که نه او هم دریشی اغوستل څه حکم لری هیله ده چی بشپړ ځواب به راکړی