د امين (امانت ساتونکي ) مسئوليتونه

۱- امين به د امانت داسې ساتنه کوي لکه د خپل شي چې کوي .

۲- امين د امانت ساتنه خپله هم کولای شي او په خپل اهل عيال او خپلوانو يې هم کولای مګر په شرط ددې چې په هغوی کې خيانت نه وي . کچېرې د هغوی څخه امانت ضايع شو امين به د هغه تاوان ورکوي .

۳- کچېري امين امانت بل کس ته سپاري د امانت د مالک څخه به اجازه اخلي . او يا به امين دغه امانت داسې چا ته سپارې چې د هغه سره د ده امانتونه هم وي نو په دې کې څه باک نشته .

۴- امين ته د امانت څيز استعمالول جايز نه دي مګر که د امانت مالک اجازه ورته وکړي جايز دی

۵- کوم ځای چې امين ته امانت سپارل شوی دی په همغه ځای به امانت ورسپاري .

۶- د امانت په ساتلو کې د ډيرو کسانو برخه اخيستل هم صحي دي که ټولو اقرار وکړ نو ټول يې په سانته مسئول دي .

د امانت تاوان څه وخت واجبيږي ؟

۱- که امانت د امين د ناراستی او غفلت بغير ضايع شو نو په امين باندې د هغه تاوان نشته .

که د امانت په ساتلو کې امين ناراستي او غفلت و کړ هغه يې د مالک د اجازې بغير استعمال کړ او خراب شو د هغه تاوان په امين باندې دی .

۲- که امين د امانت په حفاظت کې داسې غفلت وکړ چې کوم شی په بکس ، المبارۍ يا اتاق کې د ساتنې وي او هغه يې بهر کيښود او امانت ضايع شو نو ددې تاوان په امين باندې دی .

۳- د امين څخه د دروازه يا بکس خلاص پاتې شول مال غلو يوړل يا حيوانانو او حشراتو وخوړلو نو د هغه تاوان په امين دی .

۴- که د آفاتو په وجه مال ضايع شي مثلاً کور اور واخيست يا هغه مکان سيلاب خراب کړ نو په دې صورت کې په امين تاوان نشته .

۵- که خريدار د تجار په اجازه څه جنس د کتلو لپاره را واخلي هغه ګوري د کتلو پر مهال مات شي مثلاً د ښيښې ګلاس نو د هغه تاوان په خريدار نشته مګر که له تجار څخه يې اجازت نه وي اخستی نو بيا به د هغه تاوان ورکوي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.