د الوبالو ګټې

آلوبالو چې د ویټامین سي شتمنه میوه ده، د ډيرو ګټورو موادو سربیره بې شمیره روغتیایي ګټې له ځان سره لري. ځیني موږ درته دلته وایو:

۱- آلوبالو اشتها راولي، ډاکتران هغه کسانو ته چې اشتها نه لري او تل د بې انرژيتوب نه شکایت کوي، وايي هغوی دې له ډوډۍ ۲۰ دقیقې مخکې لږ تر لږه ۵ دانې آلبالو وخوړي.

۲ – آلوبالو خوړل د وینې غوړ، د وینې فشار او د شکر په کمیدو کې رول لري.

۳- آلوبالو تنده له منځه وړي، هغه خلک چې په ګرمو سیمو کې ژوند کوي، یا هم هغه کسان چې د داوامدارې تندې احساس لري، هغو ته آلوبالو یا هم اوبه یې ډیره ګټه لري.

۴ – آلوبالو کې شته ګټور مواد د ځیګر، تریخې او بډوډې تیږې لپاره طبیي درمل دي.

۵ – آلوبالو معدې ته ګټه لري، که چیرې د میوو په لیست کې مو اونۍ کې درې ځلي آلوبالو ته ځای ورکړئ، د معدې له دوامداره درد، ګاز او مکروب نه به خلاص اوسئ.

۶ د #آلوبالو خوړل په خیټې کې د وازګو له زیاتیدو نه مخنیوی کوي.

۷- آلوبالو سترس له منځه وړي، اعصاب ارموي، انسان زړه خوشاله ساتي.

۸ –آلوبالو هغه میوه ده چې نورو نارغیو درملنې ترڅنګ د زړه ناروغي او روماتیزم ته فوق‌العاده ګټه لري.

۹- هغه میرمنې او پیغلې چې د مخ ښکلا پسې ګرځي، د آلبالو په خوړلو سره یې د مخ ګونځي، داغونه او دانې له منځه، چې په نتیجه کې یې د مخ پوستکی له پخوا څو برابره صفا او ښکلا یې زیاتیږي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.