آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟

وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني ناروغي ده.

وېره (اظطراب) څه ډول ناروغي ده؟

د ناڅاپي غږ په اورېدو، د وېرونکي څېرې په ليدو، له ازموینې وړاندې او په ورته نورو حالاتو کې وېرېدل عادي بڼه لري نو ځکه د اندېښنې وړ نه ده؛ خو که دا ستونزه جدي شي او پرله پسې د وېرې احساس لرئ نو پوه شئ، چې په رواني اختلال اخته یاست. پر دې ناروغۍ اخته وګړي په دوامداره توګه وېره، اندېښنه او خفګان احساسوي. آن تر دې، چې ددوی ورځنۍ چارې ټکنۍ کوي. خو له نېکه مرغه دا ناروغي د درملنې وړ ده او انسان کولای شي له دې حالته ووځي.

علایم

که څه هم وېره یوه داخلي رواني ناروغي ده؛ خو نښې نښانې یې د لیدلو او درک وړ دي. ددې ناروغۍ عمده علایم عبارت دي له:

د وېرې، وحشت او ناقرارۍ احساسد خوب نا آراميوېروونکي خوبونه لیدلد لاسو او پښو يخېدل او یا خوله کېدلد ساه لنډوند زړه چټک ضرباند خولې وچېدلناقراري او خفګانپه لاسونو کې د سوخت او بې حسۍ احساسزړه بدوالید بندونو شخوالیګنګسیت او سر ګرځېدل

د اظطراب علت

د “وېرې” اصلي علت معلوم نه دی؛ خو په ټوله کې روانپوهان لاندې عوامل د اظطراب علتونه بولي.

• ناسمه روزنه

• ډېر رټل کېدل (مسخره کېدل)

• په لویو برنامو کې غلطي کول

• ځينې وخت ارثي هم وي

درملنه

د درملنې په برخه کې باید وویل شي، چې په ځينو حالاتو کې روانپوهان هڅه کوي د ځينو لارښوونو پرمټ ناروغ وهڅوي، تر څو ستونزه یې پرته له درمله ختم شي. مګر په شدیدو حالاتو کې بیا اړ يو چې درمل وکاروو. په دې برخه کې باید وویل، چې هڅه وکړئ د ناروغۍ په لومړيو مراحلو کې له روغتياپالو سره مشوره وکړئ،
ترڅو ستونزه مو ژر حل او له منځه لاړه شي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.