د حيض کمه او زياته موده څو ورځې ده ؟

زما زړه ته نږدي اوګران د اسلامي لارښود چلونکی !
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته. زما پوښتنه داده چی دحيض زياته او کمه موده څوورځي ده؟ او که وينه راتلل د ۱۰ ورځو نه هم زيات دوام وکړي نو څه حلکم لري؟ او که د۱۰ ورځو نه وروسته غسل وشی اماوينه موجودوي ايا لمونځ او روژه نيول ورسره  کيږي او کنه؟

په درنښت

عبدالمعروف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حيض موده : د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (مرض دی ) .

اسلامي شريعت زياته موده لس ورځې ټاکلې ده چې دا موده د هرې ښځې په عادت پورې اړه لري ځنې په څلورو ورځو ځنې پنځو ورځو او ځنې په اوو او يا لسو ورځو کې پاکيږي بس د هر چا د عادت موافق هر وخت چې پاکې شي غسل به کوي او عبادت به شروع کوي ، داسې نه چې پاکي په پنځو ورځو کې حاصله شوې وي او ښځه تر لسو ورځو جنوبه ګرځې عبادت نه کوي په دې ګمان چې د حيض لس ورځې پوره شي.

او کله چې وينه تر لسو ورځو زياته شي نو دا وينه د حیض حکم نه لري بلکي مرض دی ښځه به غسل کوي ، لمونځ ، روژه ، جماع کول جايز دي ، د معذور حکم لري د هر لمانځه د پاره به ځانته اودس کوي .

و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.