د عربې ژبې زده کړه (لومړی فصل)

العربية بين يديک

الوَحْدَةُ الأُولی (لومړی فصل)

التَّحِيَّةُ و تَّعارُفْ (سلام او پيژندنه)

الحوار الأول (لومړۍ خبرې اترې)

عبدالله : السَّلامُ عَلَيْکُم .

مُحمَّد : وَ عَلَيْکُمُ السَّلام .

عبدالله : اِسْمي عبدالله ، ما اسْمُکَ ؟ ( زما نوم عبدالله دی ، ستا نوم څه دی؟) .

مُحمَّد: اِسْمي مُحمد ( زما نوم محمد دی ) .

عبدالله : کَيْفَ حَالُکَ ؟ ( څه حال مو دی ؟ يا څنګه ياست ؟) .

مُحمَّد: انَا بَخِيْرٍ ،وَ الحمدُ للهِ ( زه ښه يم الحمد لله) .

و کَيْفَ حَالُکَ اَنْتَ ؟ ( او ستا څه حال دی ؟) .

مُحمَّد : بَخَيرٍ ، وَالحمدُ للهِ ( ښه يم ، الحمدلله ) .

الحوار الثّاني :

سارة : السَّلامُ عَلَيْکُم

خَديجَه : وَعَلَيْکُمُ السَّلام

اِسْمي سارة ، ما اسْمُکِ ؟ ( زما نوم ساره ده ، ستا نوم څه دی ؟ ) .

اِسْمي خَديجَة ( زما نوم خديجه ده) .

سارة : کَيْفَ حَالُکِ ؟ ( څه حال مو دی ) ؟

خَديجَة: انَا بَخِيْرٍ ،وَ الحمدُ للهِ ( زه ښه يمه ، الحمدلله) .

و کَيْفَ حَالُکِ اَنْتِ ؟ ( او ستا څه حال دی ؟) .

سارة : بَخَيرٍ ، وَالحمدُ للهِ ( ښه يمه ، الحمدلله ) .

الحوار الثّالثُ :

مُحمَّد : السَّلامُ عَلَيْکُم .

شَريف : وَ عَلَيْکُمُ السَّلام .

مُحمَّد:مِنْ أَيْنَ أنْتَ ؟ ( ته د کوم ځای يې ؟) .

شَريف: أَنا مِنْ أفغانستان ( زه د افغانستان يم ) .

مُحمَّد: هَلْ أنْتَ أفغاني؟ ( آيا ته افغانی يې ؟ ) .

شَريف: نَعَمْ ، أَنا أفغاني . وَما جِنْسِيَّتُکَ أَنْتَ ؟ ( هو ، زه افغانی يم ، ستا جنسيت څه دی ؟ ) .

مُحمَّد : أَنا باَکستاني . أَنا مَنْ بَاکستان ( زه پاکستانی يم ، زه د پاکستان يم ) .

شَريف: أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

الحوار الرابع :

مَرْيَمُ : السَّلامُ عَلَيْکُم .

زَيْنَبُ : وَ عَلَيْکُمُ السَّلام .

مَرْيَمُ مِنْ أَيْنَ أنْتِ ؟ ( ته د کوم ځای يې ؟) .

زَيْنَبُ: أَنا مِنْ مِصْر ( زه د مصر يم ) .

مَرْيَمُ: هَلْ أنْتِ مَصْریَّة؟ ( آيا ته مصرۍ يې ؟ ) .

زَيْنَبُ: نَعَمْ ، أَنا مِصْريَّة . وَما جِنْسِيَّتُکِ أَنْتِ ؟ ( هو ، زه مصرۍ يم ، ستا جنسيتت څه دی ؟ ) .

مَرْيَمُ : أَنا سورِيَّة . أَنا مَنْ بسورِيا ( زه سورۍ يم ، زه د سوريه يم ) .

زَيْنَبُ: أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

الحوار الخامس :

أحمد : السَّلامُ عَلَيْکُم .

بَدر : وَ عَلَيْکُمُ السَّلام .

أحمد : هذا أَخِي . هُوَ مُدَرِّس ( دا زما ورو دی . هغه استاد دی ) .

بَدر : أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

أحمد : هذا صَدِيقي هُوَ مُهَنْدِس ( دا زما ملګری دی . هغه انجنير دی ) .

بَدر : أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

أحمد : مَعَ السَّلامَة ( د الله په آمان ) .

بَدر: مَعَ السَّلامَة ( د الله په آمان ) .

الحوار السّادِسَ:

نَدَی : السَّلامُ عَلَيْکُم .

هُدَی : وَ عَلَيْکُمُ السَّلام .

نَدَی : هذِهِ أَخْتي . هِیَ طَبيبَة ( دا زما خور ده. هغه ډاکتره ده ) .

هُدَی : أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

نَدَی : هذِهِ صَديقَتي هِیَ طالِبَة ( دا زما ملګرې ده . هغه زده کوونکې ده) .

هُدَی : أهْلاً وَ سَهْلاً ( ښه راغلاست ) .

نَدَی : مَعَ السَّلامَة ( د الله په آمان ) .

هُدَی: مَعَ السَّلامَة ( د الله په آمان ) .

لارښوونه :

أنا (زه) : د متکلم (خبرې کوونکي ) ضمير دی .

أنتَ (ته ) : د مخاطب نارينه ضمير دی .

أنتِ (ته) : د مخاطبې ښځينه ضمير دی .

هُو (هغه) : د غايب نارينه ضمير دی .

هِیَ (هغې ) : د غايبې ښځينه ضمير دی .

هذا ( دغه ) : اسم اشاره دی ، د نارينه مفرد (يوازې) لپاره .

هذاه ( دغه ) :اسم اشاره دی ، د ښځينه مفرد او جمع غير عاقل لپاره .

په [ما اسْمک ] کې الف نه تلفظ کيږي ځکه دې ته همزه وصل وايي چې د کلمې په سر کې تلفظ کيږي مګر د کلمې په مينځ کې نه تلفظ کيږي بلکي [ ماسْمک) لوستل کيږي .

مُفرداتٌ إضافِيَّة – أعداد ( اضافي لغات – عددونه) :

۱- واحِد (يو) ، ۲- اِثنان (دوه) ، ۳- ثَلاثَة (دری) ، ۴- أربَعَة (څلور) ، ۵- خَمْسَة (پنځه) .

تمرين :

لاندې پوښتنو ته ځواب وواياست ؟

السَّلامُ عَلَيْکُم .

ما اسْمُکَ ؟

کَيْفَ حَالُکَ ؟

مِنْ أيْنَ أنْتَ ؟

ما جِنْسِيَّتُکَ ؟

هَل أنتَ أفغاني ؟

رتب الكلمات لتكون السؤال أو الرد؟

لاندې کلمې د سوال او ځواب په توګه ترتيب کړئ ؟

۱- محمد – اسمي

…………………………….

۲- اسمك – ما

…………………………….

۳- والحمدلله – بخير

…………………………….

۴- حالك – كيف

…………………………….

۵- من – أنت – أين

…………………………….

۶- من – بروناي – أنا

…………………………….

۷- جنسيتك – ما

…………………………….

۸- بروناوي – أنا

…………………………….

۹- تركي – أنت – هل

…………………………….

۱۰- نعم – تركي – أنا

…………………………….

املأ الفراغات بكلمة مناسبة من عندك؟

لاندې خالې ځايونه په مناسبو کلمو ډک کړئ ؟

۱- هل………. من مصر ؟

۲- نعم، أنا من ……….

………………..أنت ماليزي ؟

۳- نعم،………. ماليزي

۴- أهلا و……….

۵- مع ………..

رتب الجمل لتكون حوارا (لاندې جملې د محاورې په توګه ترتيب کړئ) :

ما اسمك؟

أنا من بروناي

من أين أنت؟

اسمي حسن

هل أنت مصري ؟

أنا ماليزيا

ماجنسيتك؟

وعليكم السلام

السلام عليكم

بخير الحمدلله

أهلا وسهلا

نعم، أنا مصري

كيف حالك؟

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟