د زکات نصاب په افغانۍ

د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاف اقل دي .

په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .

فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان )

دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانې، د فابريکه  توليدات او نور ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي  ځکه د سپينو زرو نصاب اقل دی  نو په اقل عمل کوو .

همدارنګه د الهيئة الإسلامية العالمية للاقتصاد هم دا نظر دی :

زكاة الأوراق النقدية ، عروض التجارة :
النصاب: ما يساوي الأقل من قيمة نصاب الذهب أو الفضة، والأقل في وقتنا نصاب الفضة، فيكون نصاب الأوراق النقدية ما يعادل قيمة 595 جرام من الفضة .

المقصود بعروض التجارة: ما ملكه المسلم بنية بيعه والمتاجرة فيه، فلا تشمل الزكاة الأعيان التي لا تُعد للبيع، ونصابها معتبر بقيمتها، ومقداره كنصاب الورق النقدي، فإذا كانت قيمة العروض مساويةً لقيمة 595جراماً من الفضة وجبت فيها الزكاة. (الهيئة الإسلامية العالمية للاقتصاد ) .

د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی او دوه سوه شرعي درهم له 595  ګرامو سره سمون خوري .

د يو ګرام سپينو زرو يا نقرې نرخ 70 افغانۍ ( 22/5/1391 – کابل ) دی نو د زکات نصاب به مساوي شي په :

595X70=41650≈41000 AFS

اسلامي لارښود د دقيقو څيړنو وروسته  اوس مهال د افغانستان لپاره د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب يوڅلويښت زره (41000 ) افغانۍ اعلانوي .

څوک چې يوځلويښت زره افغانۍ ولري کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

الله تعالی دې په ټولو مسلمانانو کې د زکات جزبه ژوندی کړي (آمين )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.