د روژې کفاره

د دعوت ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم او د الله څخه ورته د نورو کامیابیو غوښتونکی یم
کله چی له یو چا څخه روژه فاسده شی نو دا شخص به څرنګه ۶۰ میسکینانو ته ۲ وخته ډوډۍ ورکوي ایا که چیرته ۶۰ نفرو ته په بازار کی ډوډۍ واخیستل شی نو کفاره به ادا شی او که چیرته کفاره ادا شی نو بیا یی عذاب شته ؟ له ۰۶ مسکينانونه مراد ۶۰ نفردي او ۶۰ کورنۍ ؟ که لږ وضاحت مو پکی وکړ نو خوښ به شم
په درنښت  رفيع الله فصح

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يوه روژه قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

مثلاً که د يو کلو ګرام غنمو قيمت 25 افغانۍ فرض کړو نو 1.65×25=41 يوڅلويښت افغانې د فې نفر مسکين او غريب د پاره ورکول کيږي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

او کفاره ادا کول د ګناه څخه د نجات او خلاصون لاره ده

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.